د اروزګان امنیه قومندان مطیع الله خان ووژل شو

له دولت څخه ملاتړ نه کوو، په ټاکنو کي ګډون هم نه کوو او لاریونونه به روان ساتو!

دا د هغو زرګونه کسانو څرګندوني دي چي د پنج شنبې په ورځ یې د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي په لاریون لاس پوري کړی وو.

په لاریون کونکو کي دیني عالمان، قومي او مخور مشران، ځوانان او لسګونه مېرمي شاملي وې چي پر مرکزي دولت یې مرګوني شعارونه ورکول.

لاریون والو ګواښ وکړئ که د جنرال مطیع الله خان د مرموزي وژني پلان جوړونکي او قاتلین ونه نیول سي لاریونونه به روان ساتي.

1دوی د هیواد په سطحه چارواکي د مطیع الله خان په وژنه کي په لاس لرلو تورن کړه او د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه ریس ډاکتر عبدالله عبدالله څخه یې وغوښته چي له دې ولایت سره دي انصاف او عدالت وکړي.

دیني عالم مولوي عبدالرشید مجددي مل پاسوال مطیع الله خان د روزګان لپاره داسي یو کس یاد کړئ چي په خبره یې تل به د دې ولایت د امنیت په تامینولو او عامو وګړو ته د یوه ډاډمن امنیت په راوستلو کي ستړی وو.

دغه دیني عالم مطیع الله خان د روزګان لپاره ستره ضایعه وبلل او پر مرکزي دولت او ملګرو ملتونو یې د نوموړي د قاتلینو د نیولو او محاکمه کولو او ټولنیز عدالت د پلي کولو غوښتنه وکړه.

قومي مشرا ملک محمد ولي وویل که مرکزي دولت ددې قضیې په څېړلو کي غفلت کوي او یا هم دا قضیه پټوي نو په دې ډول کړنو سره به روزګان له لاسه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چي د مطیع الله خان د ویني د هر څاڅکي دفاع به کوي، خو وايي بیا هم د ګواښ په ډول وايي چي باید د دې مرموزي وژني عاملین ونیول سي.

یو تن ځوان سید ابراهېم شاه سعادت وویل د مل پاسوال مطیع الله خان وژني دا وښودل چي په افغانستان کي د حکومت په نامه هیڅ شتون نه لري.

نوموړي وویل : ( مطیع الله خان د روزګان لپاره یو غر وو، موږ ته یې د امنیت ساحه دومره پراخه کړې وه چي هیڅ مو د ویري احساس نه کوئ، هغه تر ډېره بریده د غریبو او مسکینو کسانو لاس نیونکی وو او تل به یې د کونډو او یتیمانو سره د خوراکي او غېر خواراکي توکو مرسته کول. )

په روزګان کي د متحد ملت ګوند استازي نصیب الله وویل موږ داسي یو کس له لاسه ورکړی چي کله به یو ماشوم سهار له خوبه را پاڅېدی او د ماښام لپاره به یې د نفقې د برابرېدو غوښتنه کول نو د مطیع الله خان تر دره به ورتلی او هغه به یې د ژړا غم خوړئ.

نوموړی زیاتوي چي اوسمهال روزګان بې سرپرسته سوی دی او دده په خبره ترڅو چي دولت ددې وژني قاتلین نیولي نه وي او د قانون منګولو ته یې نه سپارلي نو خپل لاریونونه به روان ساتي.

مدني فعال عبدالسمېع شرافت د جنرال مطیع الله خان په وژنه کي د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د ملي امنیت د ریس او یو شمېر وکیلانو لاس وباله ځکه په خبره یې مطیع الله خان داسي یو کس نه وو چي په یوه عادي پلان کښي دي د نوموړي ژوند ته د پای ټکی کېښودل سي.

نوموړي په خپلو خبرو کي وویل : ( نه پا ټاکنو کي ګډون کوو او نه هم د افغانستان د اوسني واکمن نظام سره مرسته کوو، هو مرسته کوو او په ټاکنو کي هم ګډون کوو خو هغه وخت چي د روزګان د امنیه قومندان د وژني پلان جوړونکي او وژونکي ټول ونیول سي او د محاکمې مېز ته را وکاږل سي.)

د ټولو ګډونوالو ښځو په استازیتوب یوې مېرمني وویل چي د مطیع الله خان په وژلو سره د روزګان په هر کور کي ژړا ګاني او فریادونه دي.

نوموړي د مېرمنو په استازولۍ پر ولسمشر او اجرائیه ریس ږغ وکړئ چي د مطیع الله خان وژونکي او ددې قضیې پلان جوړونکي ټول ونیسي او ورسره قانوني چلند وکړي.

دغه لاریو د یوه څو ماده ییز پرېکړه په ویلو سره پای ته ورسېدی چي عمده ټکي یې د مطیع الله خان د قاتلینو نیول او محاکمه کول وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *