حبیب وقار

په دې تېرو دوو اوونیو کې خپاره شوي راپورونه ښيي چې روسان او طالبان سره د نږدې کېدو په حال کې دي، څو د داعش پر وړاندې په ګډه وجنګېږي. روسيه وايي، هېواد يې د داعش پر وړاندې د مبارزې له پاره له طالبانو سره د اړيکو ټينګولو په حال کې ده ځکه د دوی په وينا داعش د دوی او طالبانو ګډ دی.

د افغانستان په اړه د جمهور رئیس پوتين ځانګړی استازی ضمير کابلوف، دا څرګندونې له انټرفاکس خبري اژانس سره کړې دي. دا روسی چارواکی وایي چې د مسکو او طالبانو ګټې له يو بل سره تړلې دي او دوی ورسره معلومات شريک کړي. کابلوف زیاته کړې، تيار دي چې له افغان حکومت سره هم پوځي مرسته وکړي، خو دا کار به په کراره او د تجارت په بڼه وي.

بل لور ته د روسيې دفاع وزير سرګي شايګو ځايي رسنيو ته ويلي چې هېواد يې غواړي د قرغزستان پوځ پر وسلو سمبال کړي، څو وکولای شي د داعش ډلې پر وړاندې که اړتیا پېښه شوه، جګړه وکړي.

دا هرڅه په داسې حال کې پېښېږي چې د هېواد یو شمېر مدني فعالين او سیاسي کارپوهان د مسکو له دغې نوې تګلارې ناخوښه دي.دوی وايي، روسيه باید له داعش سره د مبارزې له پاره د افغانستان له دولت سره چې يو قانوني دولت دی اړيکه ونيسي، نه له طالبانو سره.

د (مدني ټولنې او بشري حقوقو) په نوم ټولنې مشر نعيم نظري پر همدې باور دی، نوموړی وايي: ((روسيه بايد په هوښيارانه توګه تصميم ونيسي، داسې تصميم نه چې جګړه نوره هم ډېرې کړي او د افغانستان د دولت د کمزورۍ سبب شي، موږ له روسانو غواړو چې په داسې مسئلو کې له افغان دولت سره اړيکې ونيسي، نه دا چې دوی يوه ډله د بلې ډلې پر وړاندې وکاروي.))

نعيم نظري د روسي چارواکو دا ډول څرګندونې د نړيوالو اړيکو د قوانينو او اصولو خلاف هم بولي او وايي چې روسيه بايد په دې اړه د افغانستان دولت ته پوره وضاحت ورکړي چې څه کوي:

((روسيه چې څومره د خپلو ګټو ساتنه غواړي بايد نړيوالو قوانينو او اصولو ته هم درناوی ولري، دوی باید داسې مسايل په څرګنده توګه له افغان دولت سره شريک کړي او افغان دولت هم بايد له روسانو وغواړي چې دوی ولې له داسې ډلې ملاتړ کوي چې هغه د افغان دولت پر ضد جنګېږي.))

سياسي او پوځي کارپوهان بیا له طالبانو سره د روسيې هر ډول اړيکې تېروتنه بولي. د سياسي او پوځي چارو کارپوه محمد ظريف ناصري وايي چې له طالبانو سره د روسيې اړيکې به په نړيواله کچه منفي اغېزې او بدې پايلې ولري. هغه زياتوي:

((د روسيې داسې ناقانونه کار محکوموم، دوی حق نه لري چې د دولت له مخالفې ډلې سره اړيکې ونيسي، دوی يو ځل پخوا هم په افغانستان کې تېروتنه کړې نه بايد چې تېروتنه یې بيا تکرار کړي.))

روسيې تر دې وړاندې طالبانو ته د يوې ترهګرې ډلې په سترګه کتل، ان هغه مهال چې طالبان واکمن وو او د شمال له متحدې جبهې سره یې جګړه کوله، روسیه د شمال د متحدې جبهي په پلوي ولاړه وه، خو ښايي تر هغه وروسته چې افغان او پاکستاني طالبان د داعش پر وړاندې ودرېدل او د دغې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي غوښتنې ته یې لبیک ونه وايي، د مسکو سیاستونو بدلون موندلی وي.

د طالبانو غبرګون

ترهغه وروسته چې د داعش پر ضد د جګړې له پاره له طالبانو سره د روسیې او ایران د ملاتړ په باب ادعاوې مطرح شوې، طالبانو د مرغومي په ۴مه اعلان وکړ، دوی اړتیا نه لري چې د داعش پر خلاف د جګړې له پاره له چا مرسته وغواړي او نه هم له دوی سره په دې تړاو کوم هېواد اړيکه نيولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې چې په خپل ټوېټر یې خپور کړی، داسې راغلي دي: ((له دې سره سره چې د خپل هېواد د ستونزمنو موضوعاتو د اواري له پاره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې نيول زموږ خپل حق دی، خو له داعش سره د مبارزې د ملاتړ له پاره مو تر اوسه له کوم هېواد سره اړيکه نه ده نيولې.))

د طالبانو ویاند همداراز زياته کړې چې داعش ډله د بېلا بېلو سيمه ييزو استخباراتي کړيو له خوا کارول کېږي او هغوی خپله ګټه ترې اخلي. د نوموړي په وينا افغانان به هېڅ کله هم دا ډله ونه مني.

د طالبانو د جلا شوې ډلې ادعا

لکه څنګه چې پورته وویل شول د ملامحمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې له مسکو سره د خپلو اړیکو موضوع رد کړې ده، خو د ملامحمد رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډلې ادعا کړې ده چې مسکو د ملامحمد منصور له ډلې سره اړیکې نیولې دي. د ملا محمد رسول مرستيال ملامنان نیازي ویلي:

((د افغانستان د اسلامي امارت شورا په هېڅ ډول د روسيې او طالبانو د اړيکو پلوي نه ده. د منصور ډلې له هر هغه هېواد سره چې افغانستان ته ستونزې جوړوی شي، اړيکې نيولې دي او له بېلابېلو هېوادونو څخه د داعش د له منځه وړلو له پاره په مليونونو ډالر اخلي چې بيا په دې پيسو خپله افغانان وژني.))

په همدې حال کې په تاجکستان کې د روسيې سفير د مسکو او طالبانو اړيکې نه رد کړې او نه يې هم منلې دي. نوموړي رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې شته والی د مرکزي اسيا ټولو هېوادونو ته لوی ګواښ دی چې بايد له دې ډلې سره مبارزه وشي. د افغانستان د دفاع وزیر بیا د ضمير کابلوف د خبرو په غبرګون کې ویلي چې د افغان دولت له دښمنانو سره د هر دولت اړيکه دوی ته د منلو وړ نه ده.

د خلکو اندېښنې

عام خلک او کاروباریان هم د طالبانو او روسانو اړیکو حیران کړي دي. دوی وايي که روسيه له طالبانو ملاتړ وکړي او تجهيز يې کړي دا به افغانستان يو ځل بيا يوې اوږدې جګړې ته سوق کړي. د کمپنۍ په بازار کې صراف قدرت الله توخی وايي چې د روسانو لاسوهنه به زموږ له پاره يوه بله بدبختي شي او دلته به يو ځل بيا په خلکو ځمکه سور اور شي:

((موږ نه پوهېږو چې ګناه مو څه ده، له يوې بلا خلاص نه و چې د بلې راته مخه شي، موږ يو ځل پخوا هم د روسانو د بمباريو او جګړو له لاسه بې شمېره هېوادوال له لاسه ورکړل، هېواد مو له کونډو او يتميانو ډک دی؛ نو موږ له دولت څخه هېله لرو چې د دې ستونزې مخه ونيسي.))

په کوټه سنګي کې د افغان بدلون کورس استاد فيضان الله خپلواک وايي چې خلک نور له جګړو ستړي شوي دي او په افغانستان کې د امريکا او روسيې لاسوهنې ورته د منلو وړ نه دي:

((دا خو معلومه وه چې داعش د امريکا پوځ دی او د امريکا له لوري اکمالېږي، ځکه چې امريکا يې تل په پټه او ښکاره دفاع کړې او مرسته ورسره کوي، د اسلامي دولت نوم هم ظلم دی چې ورته اخستل کېږي ځکه چې کارونه يې د واقعي مسلمانانو نه دي، امريکا او نور هېوادونه غواړي په دې سره د اسلام نوم بد کړي، خو اوس چې روسيه له طالبانو ملاتړ کوي، دا هم ډېره عجيبه ښکاري، هماغه پخوانۍ کيسې بيا راژوندۍ کېږي چې امريکا به د مجاهدينو او روسانو به د دولت پلوي کوله، داسې حالاتو نور موږ له ژونده زړه توري کړي يو. نور نه غواړو چې د هېوادونو د دسيسو ښکار شو، دولت دې دومره نه ويده کېږي چې نړۍ هرڅه پرې وکړي، دوی هېڅ ونه وايي.))

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي چې د داعش پر ضد له طالبانو سره د روسیې ایتلاف نه یوازې د هېواد په چارو کې څرګنده لاسوهنه ده، بلکې په سیمه کې د امریکا پر خلاف د یوه نوي بلاک د تشکل په معنا هم ده. د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمسیون غړی صالح محمد صالح وايي:

((له طالبانو سره ملګرتيا کول په دې معنا دي چې د امريکا پر ضد، ايران او روسانو يو نوی بلاک جوړ کړی. له دې پخوا هم دې هېوادونو له طالبانو سره مرسته کوله، خو دا ځل یې ښکاره لاسوهنه وکړه، د دوو لويو قدرتونو تر منځ دا سيالي او جګړه به د افغانستان په ګټه نه وي، افغان حکومت باید دا ظرفیت پیدا کړي چې د دې جنګ مخه ونیسي.))

د کارپوهانو په وينا روسيه په دې کار سره طالبانو ته سياسي هويت ورکوي او دا به په افغانستان کې د روسيې او امريکا تر منځ د احتمالي جګړې پيل کېدو ته لاره پرانيزي. د افغانستان له پاره د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر او سیاسي کارپوه روح الله امین وايي:

((داسې ښکاري چې پاکستان په دې اړو دوړ کې د ځان په ګټه ښه رول لوبوي، طالبان به په سياست کې پاتې شي، پاکستان به د پولې بلې غاړې ته اډې ورکړي او د پاکستان به بيا کار په کې جوړ وي. بله دا چې افغانستان د طالب د دښمن په توګه نه دی توانیدلی چې داسې یو با ثباته دریځ څرګند کړي چې نور هېوادونه پرې باور وکړي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *