ضمیر کابلوف

ودان روښان  

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمېر کابلوف په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو لوی قوماندان وروستیو څرګندنو په غبرګون کې  ادعا کړې چې د طالبانو استازي له روسي چارواکو سره په لیدنه کې له روسانو وسلې نه بلکې پیسې غوښتې دي.

جنرال نیکلسون تېره اونۍ ویلي و چې روسان طالبانو ته د تاجیکستان له لارې په قاچاقي توګه وسلې رسوي.

امریکایي  جنرال دا هم ویلي و داسې مالومات لري چې هغوی(روسانو) د دوښمن مالي مرسته کړې ده.

د جنرال نیکلسن په وینا له طالبانو سره د روس نیغ په نیغه اړیکې نوې انځور ښیي او روسانو د افغان – تاجیک پولې ته څېرمه  د تمریناتو لړۍ هم پیل کړې ده.

کابلوف دا منلې چې طالبانو له روسي چارواکو سره لیدنې درلودې او په دې لیدنو کې طالبانو ویلي چې له روسانو وسلې نه بلکې پیسې غواړي چې پر دې پيسو له افغان امنیتي ځواکونو وسلې وپېري.

هغه په دې اړه وویل:«طالبان وايي که‎چېرې تاسې موږ ته وسلې راکړئ موږ یې نه اخلو ځکه چې موږ وسلو ته اړتیا نه‎لرو. هغوی وايي چې موږ ته پیسې راکړئ، موږ وسلې د افغانستان د پولیسو او ملي پوځ له زیرمو پېرو».

دغه روسی ډیپلوماټ همدارنګه وايي چې روسیې د طالبانو د پیسو غوښتنه نه ده منلې دا به څوک ومني، دا ځکه چې طالبان د روسیې له وسلو او پیسو پرته د افغانستان به شمال کې دومره پوځي خوځښتونه کله هم نه شي کولی.  

د روسي دیپلومات له څرګندونو داسې ښکاري چې دوی له طالبانو سره پر له پسې اړیکې لري او هرکله چې وغواړي ورسره لیدلی شي او یا هم ښایي ای اس ای د طالب مشرانو او روسي استخباراتي دیپلوماتانو تر منځ د اړیکو ځانګړی کانال جوړ کړی وي دا ځکه چې طالب مشران خو د ای اس ای له اجازې پرته هغه د چا خبرې … هم نه شي کولی او که یې په خپل سر څه وکړل نو د ملامنصور، ملا عبیدالله، ملابرادر، ملایاسر، ملا عبدالرقیب او نورو له برخلیک سره مخ کېږي.    

کابلوف بیا له طالبانو سره خپلو اړیکو ته نوی پرتوګ وراغوندي او هغه دا چې له طالبانو سره اړیکه لري او د هغه دلیل هم په کابل کې د روسیې سفارت او په افغانستان کې د روسي وګړو امنیت خوندیتوب دی.

په پخوا کې روسانو ویل چې منځنۍ اسیا ته د داعش مخنیوي له پاره طالبانو سره اړیکه پالي، خو اوس د خپل  سفارت او روسي وګړو ساتنه پلمه کوي. که وکتل شي په افغانستان کې د شاوخوا ۴۰ هېوادو سفارتونه او سیاسي څانګې شته نو که دغه ټول هېوادونه  د خپلو سفارتونو او وګړو خوندیتوب له پاره طالبانو سره اړیکې وپالي نو دا خو به بیا بله تماشه وي. خو که افغان دولت هم له چیچین او نورو اورپکو ډلو ډلو سره په همدې پلمه اړیکې جوړې کړي او ووایي چې موږ په روسیه کې د افغانستان سفارت او افغان وګړو امنیت خوندیتوب له پاره دا اړیکه جوړه کړې د روسانو غبرګون به څه وي؟ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روسي وګړو په پرتله ښایي په روسیه کې د افغانانو شمېز زر ځله زیات هم وي او په افغانستان کې د روسانو په پرتله امنیت هم ونه لري. روسان به دغه حالت وزغمي؟

خو حقیقت دادی چې روسان اوس له یوې خوا  له افغانانو او هم امریکایانو په افغانستان کې د خپلې شرمېدلې ماتې غچ اخلي او له بلې خوا ځان په نړیواله کچه د امریکا سیال ګڼي نو ځکه خو هغه ډول چې ما په خپله یوه بله لیکنه کې هم یادونه کړې وه:« روسان اوس یو ځل بیا د پخواني شوروي د زمانې خوبونه ویني او هماغه د پراختیا غوښتنې او استعماري کړن لاره یې ترلاس لاندې نیولي او هم په دې سره په نړیواله کچه امریکې ته سرخوږی جوړوي.»

روسان، ای اس ای او طالبان پر دې ښه پوهېږي چې په اوسني وخت کې افغان امنیتي ځواکونه په تېره ملي اردو یو کوټلی ځواک دی چې په ملي او نړیواله کچه له خورا زیات اعتبار او درناوي برخمن دی او د هېواد او ولس امنیت ټینګښت کې مهم او ټاکونکی رول لوبوي نو ځکه خو یې د هغه(افغان وسله وال پوځ) بې اعتباره کولو له پاره دغه ډول تبلیغاتو ته په لوړه کچه زور ورکړی دی.

روسانو او طالبانو د خپل دغه تبلیغ له پاره دغه وخت ځکه غوره کړی چې له یوې خوا په دې وروستیو کې افغان او نړیوالو ځواکونو په خپلو کلکو ګوزارونو سره له طالبانو لار ورکه کړې او له بلې خوا د افغانستان ملاتړو لکه د ناټو تړون مشرانو او هم امریکایي لوړ پوړو چارواکو د افغان ملي پوځ ستاینه کړې او امنیت په ټینګښت کې یې د هغه لاسته راوړنې هیله بښونکې ګڼلي نو ځکه خو روسانو او طالبانو ملي اردو په نښه کړی او غواړي د هغه اعتبار وننګوي او په دې توګه د افغانستان په ځانګړې توګه د ملي اردو پر ضد رواني جګړه مخته وړي. دا ښکاره ده چې په رواني جګړه کې د مقابل لوري د ثقل مرکز په نښه او د توازن یې منځه وړل کېږي. هغه ډول چې وایي: «رواني جګړه هغه، پوځي، تبلیغاتي، اقتصادي، سیاسي، دیپلوماتیکو او نورو کړنو ته ویل کېږي چې د ځانګړې موخې له پاره مخالف لوري ټولینزه توله( توازن) ګډوډ یا له منځه یوسي.»۱ .  ټیک د همدغه اصل له مخې روسانو افغان وسله وال پوځ په نښه کړی دی.

په دغه ځای کې مهمه مسله دا هم کېدی شي چې له افغان وسله وال پوځ سره اوس تر ډېره امریکایي ماشینګڼې دي چې هغه پر له پسې معاینې او کنترول او ځانګړو تیلو ته اړتیا لري او طالبانو سره  دغه اسانتیاوې نه شته او نه هم چا تراوسه طالبانو سره له روسي کلاشنیکوف پرته امریکایي وسلې لیدلي دي نو ځکه خو دا ادعا بې بنسټه ثابتېدی شي. بله دا چې روسانو په دې ادعا سره طالبان هم سپک کړي او هغه دا چې طالبان ځانونه د خدای لښکر او د اسلام مبین دین مدافعین ګڼي نو بیا څنګه د اسلام او افغانستان له قسم خوړلي تاریخي دوښمنه خیرات او چانده غواړي، خو  حقیقت دادی چې طالبان له روسانو پیسې او وسلې دواړه اخلي او دغه کار د خپل اصلي واکدار(ای اس ای) په لارښوونه او مشوره کوي دا ځکه چې ای اس ای له یوې خوا سپما او له بلې خوا پر پاکستان د امریکا اونړیوالې ټولنې فشار کموي او غواړي وښیي چې پاکستان نه بلکې روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.

خو له دې ټولو سره سره افغان چارواکو ته بویه چې د روسانو دا څرګندونې هم بابېزه ونه ګڼي نو ځکه خو باید د وسله وال پوځ په ټولګیو کې د وسلو او دیپو ګانو ساتنې او څارنې سیستم پیاوړی کړي او هغو کسانو ته سخته سزا ورکړي چې په دغه ډول شرمونکي عمل او ملي خیانت لاس پورې کوي او خپل ناموس پر دوښمن پلوري.

(۱)-م عارفو د ریزرف ډګروال. دبغاوت مدیریت. ۹۴مخ      

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *