د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

تاند- روسیې نن /جمعه/ د مسکو په غونډه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د پلېټ فارم د برابرولو وړاندیز وکړ.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د مسکو د کنفرانس د اجنډا په سر کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته تګ او د ملي پخلاینې د پروسې د اسانتیا د برابرولو په هدف د سیمه ییزو هلوځلو د همږغولو لارې چارې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د کنفرانس برخوالو د افغانستان پر روان سیاسي او پوځي وضعیت نظرونه تبادله وکړه او دغه راز په افغانستان کې د تروریستي ډلو د زیاتېدونکو فعالیتونو په وړاندې اندېښنه ښکاره شوه.

د کنفرانس برخوالو په دې تاکید وکاوه چې د افغانستان مسله پوځي حللار نه لري او یوازینۍ لار یې د ملګروملتو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سره سم د سیاسي میتودونو کارول او د ملي پخلاینې یقیني کول دي.

د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې د افغانستان د یوه ټیټپوړي پلاوي ترڅنګ د روسیې، چین، هند، آیران، پاکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *