ثناءالله تسل –
له يوې لسېزې خبرو اترو او هلو ځلو وروسته بلاخره چېن او روسيه د څلور سوه بيلونو ډالرو په ارزښت د ګاز پر نل ليکه چې له روسيي څخه به چين ته غځيږي هوکړې ته ورسيدل ، دا تړون به نه يواځې د نړۍ دانرژۍ پر بازار اغيز وکړي بلکې د نړۍ پر جيو پوليټک به هم خپل ځانګړی سيوری وغوړوي .د غه ديرش کلن تړون چې په کال کې به ۳۸ بيلونه کوبيک مټر ګاز له روسيه څخه چېن ته وليږدوي نه يواځې اقتصادي اهميت لري بلکې دغه نل لېکه د روسيه او چېن لپاره د ځانګړې سياسي، جيو پوليټيک او ستراتيژيک اهميت څخه هم برخمنه ده. د دې نل ليکې غځيدنه به نه يوازې د شانګهای سازمان غړي هيوادونو ته د قوت روحيه ورکړي کړي او ترمنځ به يي سيمه ييزې همکارۍ لاپسې پراخه کړي چې دا کار هر وخت په سېمه کې د امريکا ګټو لپاره د خنډ او ځنډ لامل کيدای شي.
بل لوري ته به دغه نل لېکه اروپا وهڅوي چې روسيه سره د اوکراين په اړيکو کې رامنځ ته شوی درځ و ګنډي څو د روسيه او امريکا ترمنځ د سيالۍ قرباني نشي. ځکه اروپا د روسيي انرژۍ ته اړتيا لري او روسيي سره يي د اړيکو پريکول به يي په سېمه کې له سترو اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخ کړي.
د ګازو دغه نل لېکه چې د تېرې يوې لسېزې راپديخوا پرې چېن او روسيه د قيمت په سر نه سلا کېدل خو د اوکراين ستونزې او امريکا او لويديځ سره د روسيي وروستۍ ناندرۍ د دې لامل شوې چې روسيه بايد پر دغه پروژه له چين سره خبرې چټکې کړي او بالاخره د چېن پر شرايطو يي لاسليک کړي.
د اوکراين په مساله کې امريکا سره پرته له دې چې پر روسيه باندې اقتصادي بنديزونه و لګوي نور څه ورپاتې نه شول، معمولا امريکا د خپل سيال او يا دښمن د ځپلو لپاره دوه لارې کاروي يا پوځې بريد او يا اقتصادي بنديزونه پرې لګوي. پر روسيه د پوځي بريد احتمالات ډير کم و، نو ځکه خويي له بهرنيو چارو وزير جان کيري څخه و غوښتل چې اروپايي هيوادونه دې ته قانع کړي چې د روسيه پرضد اقتصادي بنديزونو کې د دوی د طرحو ملاتړ وکړي او روسيه له سياسي او اقتصادي پلوه څنډې ته کړي ځکه امريکا پوهيږي چې اروپا د روسيه د انرژۍ لپاره تر ټولو ستر بازار دی او له دغې لارې روسيې ته خورا ډيرې پيسې په لاس ورځي .
روسيې په ډيره ځيرکتيا سره و کولای شول چې د امريکا دغه هڅې په نطفه کې شنډې کړي او د خپلې انرژۍ لپاره په اسيا کې متبادل بازار پيداکړي او چېن سره د ګازو ستره پروژه لاسليک کړي. روسيي له دغې تړون څخه څو ګټې وکړې، لومړی دا چې د امريکا څخه يي غچ واخيست او ځان لپاره يي په سېمه کې بل ستراتيژيک ملګری پيداکړو، دوهم داچې د امريکا ��و ستر اقتصادي سيال چېن سره يي مرسته وکړه چې اقتصاد يي لاپسې پياوړی شي، دريم داچې خپلو ګازو لپاره يي په اسيا کې بازار پيداکړو. څلورم داچې د اقتصادي بنديزنو له فشارونو يي هم کور د ننه او هم بهر ځان خلاص کړو او لويديځ يي وګواښلو که تاسې زموږ پر صادراتو بنديز و لګوئ د روسيه بل ستراتيژيک ملګری هيواد چېن شته چې له دوي څخه ګاز را ونيسي.
چېن هم د ګازو د نل لېکې له لارې له امريکا خپل بدل واخيست، څه موده وړاندې د امريکا ولسمشر باراک اوباما اسيا پاسيفيک هيوادونو ته سفر وکړو او هلته يي د چين او چاپان ترمنځ د ټاپو په سر په لانجه کې د چاپان خوا ونيوله ، همدارنګه يي د فلبين سره لس کلن امنيتي تړون لاسليک کړو چې له مخې به يي امريکا د فلبين او چين ترمنځ ټاپو پر سر په لانجه کې د فلبين ملاتړ کوي.
دا يواځې د ګازو نل لېکه نه وه چې روسيه پرې امريکا و ګواښله بلکې روسيه له تير يو کال راهيسې امريکا سره په ښکاره سړه جګړه پېل کړې. روسيه د امريکا استخباراتي مامور سنوډين ته پناه ورکړه، روسيې همدارنګه په سوريه او د ايران په مسآله کې د امريکا ضد دريځ و نيولو، په اوکراين کې د امريکا او لويديځ د هيلو خلاف مداخله وکړه او د کريميا سېمه يي راخپله کړه او لا هم غواړي چې اوکراين د اروپا له منګولو و باسي.
امريکا چې فکر يي کولو په اسيا کې به يي يواځينی سيال چين وي ، خو د روسيي وروستيو دريځونو او تعارضي پاليسۍ په اسيا کې د امريکا ګټې مستقيمې و ګواښلې.او هر څه د توقع خلاف مخ ته لاړل امريکا اوس روسيه ته د ستونزو پنځوونکې په سترګه ګوري، روسيه له توقع خلاف امريکا سره په سړه جګړه کې دومره وړاندې تګ کړی چې امريکا يي تر راتلونکې يوې لسېزې پورې فکر هم نه کولو. روسيه اوس د چېن برعکس د سېمه ييزو ستونزو په حل کې ځانګړی ځای لري د سوريه په لانجه کې يي ډير مهمه ونډه درلوده، د ايران په مساله کې يي دريځ له چېن څخه ډير قوي و.
امريکا او لويديځ هيوادونه د روسيه دغه تعارضي پاليسۍ ته ګوته پر غاښ دي او پرته له دې چې ننداره يي وکړي نور هيڅ په لاس کې نه لري.روسيه اوس د امريکا لپاره په سېمه کې د اقتصادي ګواښ په پرتله ستر سياسي او امنيتي ګواښ په توګه راڅرګنده شوه. امريکا د چېن او روسيه ترمنځ دغه تړون ته يواځې د سوداګرۍ په سترګه نه ګوري بلکې فکر کوي چې دغه تړون به په لنډ مهال کې چېن او روسيه وهڅوي چې د امريکا او لويديځ پرضد د امنيتي بلاک په رامنځ ته کولو هم فکر وکړي.
امريکا همدارنګه ويره لري چې روسيه چې لا دمخه يي د امريکا د ګټو ګواښلو لپاره بډې راوهلې وې چېن سره به يي دغه ستراتيژيکه ملګرتيا لاپسې و هڅوي چې په اوکراين او په نورو نړيوالو مسايلو کې د امريکا او لويديځ ضد دريځ لاپسې سخت او غښتلی کړي. پر روسيه به هر راز فشار دغه هيواد اړباسي چې چېن ته يي لاپسې نږدې کړي او د روسيه سره د امريکا له خرابو اړيکو يواځې چېن ګټه پورته کولای شي.
پر سيمه او افغانستان د دې لوبو اغيز
داچې روسيه او چېن اوس په سېمه کې د اقتصادي ، سياسي او امنيتي پلوه د امريکا او لويديځ پرضد پر بلاک جوړيدو بوخت دي د لويديځ او امريکا لپاره د افغانستان اهميت لاپسې زياتيږي. که روسيه پر لويديځ ګاز بندکړي او يا لويديځ له روسيه څخه د ګازو صادرول ودروي نو لويديځ د منځنۍ اسيا طبيعي زيرمو ته اړتيا زياتيږي. او دغه اړتيا يي له افغانستان پرته نه پوره کيږي او هڅه به وکړي چې افغانستان کې ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره هلې ځلې لاپسې چټکې کړي.
د روسيه ، امريکا او اروپا ترمنځ خرابې اړېکې د دې لامل شوي چې چېن په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې روسې سره اړيکو ته ځانګړی ځای ورکړي. چېن فکر کوي چې د روسيه په ملاتړ په اسانۍ سره کولای شي چې امريکا په سېمه کې په ګونډو کړي او همدارنګه له روسيې څخه پوځي مهمات او انرژي په ارزانه بيه ترلاسه کړي. پوټين بيا هم په خپل وار ويلي دي چې چين سره يي اړېکې په دوه اړخيزو ګټو، يو بل سره د اړتيا په وخت کې مرسته کولو، او متقابل احترام په اساس ولاړې دي.
د روسيه او امريکا ترمنځ د سړې جګړې پراختيا د دې لامل شوه چې چېن او روسيه ترمنځ سوداګري په کال کې ۸۸.۸ بيلونه ډالرو ته ورسيږي او تر ۲۰۱۵ز کال پورې به دغه سوداګري تر ۱۰۰ بيلون ډالرو پورې لوړه شې. چېن غواړي چې روسيه سره ۲۰ بيلونو په ارزښت د هغوی زيربناوو په رغونه کې مرسته وکړي چې روسيه به يي په بدل کې چېن ته پرمختللې چورلکې ورکړې.
همدارنګه روسيه غواړي چې چېن ته تر ټولو پرمختللې ميزايل او هوايي الوتکې ورکړي چې چېن به په اسانۍ سره وکولای شې چې چاپان او تايوان سره د خپلو پولو څخه ساتنه وکړي او دغه وسلې په دې برخه کې ډيرې اغيزمنې دي. که چېن له روسيه څخه دغه پرمختللې ميزايل او جېټ الوتکې ترلاسه کړي نو چاپان او ويتنام به ډير و ګواښي.
روسيه يواځې په دې بسيا نه کوي چې له امريکا څخه کسات چېن سره په ښو اړيکو واخلي بلکې وروسته له دې چې امريکا په اسيا پاسيفيک قدم لاپسې قوي کړو او هلته يي د چېن سره په سيالۍ لاس پورې کړ روسيه هم سهيل ختيځې اسيا ته مخه کړه او هلته يي د اسيا پاسيفيک هيوادونو سره ملګرتيا پېل کړه او هڅه کوي چې په دغه سېمه کې خپلو طبيعي زيرمو لپاره بازار پيدا کړي. روسيه اسيا پاسيفيک کې يواځې هڅه کوي چې چېن سره ځان مخامخ نه او هلته هم چېن سره د همکارۍ له لارې امريکا په ګونډو کړي.
روسيه اسيا پاسيفيک کې د جاپان سره هم په سوداګريزو اړيکو غور کوي او هڅه کوي چې سوداګريزې اړېکې دغه سېمې ته هم و غځوي. جاپان هم په ورين تندي منلې ده چې روسيه سره يي اړېکې د جاپان په ګټه دي. جاپان فکر کوي چې روسيه سره يي دوه اړخيزې اړېکې دوي لپاره دوه ګټې لري: لومړی داچې د چېن او روسيه د پراخيدونکو اړيکو مخه به ونيسي دوهم داچې په اسانۍ سره به وکولای شي چې د روسيه او امريکا ترمنځ په ځينو برخو کې د اړيکو په رغونه کې منځګړتوب وکړي او روسيه سره يي اړېکې په اسيا پاسيفيک کې د امريکا په ګټه دي.
د روسيه او امريکا او لويديځ ترمنځ دغه سيالي پر افغانستان هيڅ منفي اغيز نه لري، ځکه د نورو هيوادونو برعکس افغانستان کې سيالي د دواړو لورو لپاره خطرناکې پايلي لري. هم ختيځ او هم لويديځ له نا امنه افغانستان څخه ويره لري، او په افغانستان کې هر رنګه جګړه او ستونزې هم اورپا ګواښلي شي او هم روسيه او چين. همدا لامل دی چې امريکا او لويديځ ملګري يي په دې پوهيږي چې افغانستان کې د دي پاتې کيدل هيڅ کوم خطر نه لري.
که چيرې روسيه په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو له حضور څخه خطر احساس وکړي نو عکس العمل به يي يواځې د همکارۍ نه کول وي. روسيه به پر ناټو لار بنده کړي چې له افغانستان څخه وسلې و باسي او يا افغانستان کې ميشتو ځواکونو ته اکمالات وکړي، هغه چورلکې چې د افغانستان لپاره له روسيه اخيستل کېدلې و ځنډوي. خو د افغانستان ملي ځواکونو روزل د روسيه مجبوريت دی،ځکه په افغانستان کې قوي ځواکونه کولای شي د مخدره مواد قاچاق او د ترهګرو مخنيوی وکړي.
همدارنګه روسيه به په راتلونکو دوه اونيو کې د افغانستان په اړه د ناټو او روسيه د غونډې کوربه توب وکړي که څه هم دا غونډه د دوي د اخلي ستونزو له امله لږه ځنډنۍ شوې ده خو روسيه او ناټو په افغانستان کې د ګډې همکارۍ پر اهميت پوهيږي او دواړه خواوې به هڅه وکړي چې خپل منځي اړيکې يي د افغانستان په روان سياسي بهير کوم بد اغيز ونه کړي.
که څه هم په سيمه کې وروستي بدلونونه په ښکاره د افغانستان په ګټه دي ،سيمه ييزې همکارۍ او سيالۍ د پراختيا په حال کې دي خو دا چې له دغو بدلونو به د افغانستان نوی حکومت څنګه ګټه پورته کړي او د دغو سيالو په منځ کې خپل ځانګړی ځای او موقعيت څنګه او په کوم قيمت په نورو ومني ، وخت به يي ځواب ووايي ، خو لږه بې غوري او بې تفاوتي د افغانستان راتلونکی له سترو ننګونو سره مخامخ کولای شي.