تاند- د لومړي ځل لپاره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون استازي روسیې ته ځي چې د روسیې د انتخاباتو له چارواکو څځه تجربې زده کړي.
د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د انتخاباتو د کمېټې رييس ولادیمیر خوروف د پنجشنبې په ورځ وویل، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولان به ژر مسکو ته ورشي څو دوی ورسره خپلې تجربې شریکې کړي.
خوروف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دغه هیواد د انتخاباتو د کمېټې د استازو په غونډه کې همداراز وویل:«زموږ افغان ساري به د خپل هیواد د د اپریل د میاشتې د ولسمشرۍ (او ولایتي شوراګانو) د انتخاباتو د تیاریو په لړ کې ژر راشي.»
خوروف دا هم وویل چې د روسیې انتخاباتي ماهران به په فبرورۍ کې د اکوادور د انتخاباتو د تنظیم چارې وڅاري.
دا په داسي حال کې ده چې د روسیې د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې، چې په پایله کې یې ولادیمیر پوتین له یوې دورې وقفې وروسته د درېم ځل لپاره ولسمشر غوره شو، د ډېرو بې نظیمیو او درغلیو ادعاوې وشوې.
د ښاغلي پوتین سیالانو د ده په ګټه په انتخاباتو کې د لاسوهنې تورونه لګولي دي.