تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۱۴مه: روسيې تاييد کړې چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون تضمينولو ته چمتو ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخرووا وایي روسیه تیاره ده چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون تضمين وکړي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د يوه احتمالي سولې تړون نړيوال تضمين هغه ټکى دى چې دواړو غاړو يې بيا بيا يادونه کړې.

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو، روسيې او چين نومونه ډېر يادېږي. روسيې اوس دغې چارې ته د چمتوالي اعلان کړى.

دوی ویلې روسيه له خپل لوري د چمتو والي پخلى کوي چې د ياد تړون د پلي کېدا په برخه کې د يوه تضمينونکي رول ولوبوي.

اغلې زخرووا د خپل هېواد دغه اقدام په دې مشروط کړی چې د تړون ټولې غاړې له روسيې ورته غوښتنه کړي.

وړمه ورځ د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ايګور مورګلوف هم ويلي و چې امريکا او طالبان دواړه ټينګارکوي چې روسيه دې د دواړو غاړو ترمنځ د سولې شوني تړون د لاسليک کېدا پرمهال په يوه رسمي بڼه حضور ولري.

ښاغلي مورګلوف ویلې وه د تړون د لاسليک کېدو پر مهال نه يوازې روسيه بلکې د ځينو نورو هېوادونو استازي به هم شتون ولري.

روسیه په داسې حال کې دغه څرګندوني کوي چې ویل کیږي د توافق وروستۍ پاڼه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته لیږل شوي او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د ولسمشر ټرمپ له تاییدۍ وروسته به یې د لاسلیک کېدو لپاره ګام پورته کېږي.

خو د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ددې توافق په اړه اندېښنه وښودله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *