په وروستيو څو کلونو کې روسيي هڅې پيل کړي چې د سيمې او په ځانګړي ډول د افغانستان په چارو کې فعال رول ولوبوي او په سيمه کې يو ځل بيا د پياوړي ځواک په توګه سر راپورته کړي.
روسيي له ۲۰۱۲ ميلادي کال وروسته د منځني ختيځ په کړکيچ کې هم په مداخلې سره وښوده، چې دا هېواد په سيمه کې خپلې ګټې، خپل متحد ملګري او اقتصادي راکړې ورکړې خوندي کول غواړي.

ځکه د روسيي په نوې تګلاره کې دا ټکی ډير مهم ياد شوی، چې خپل ستراتيژيک ملګري بايد په هيڅ حالت کې يوازې پرېنښودل شي او مرسته يې وشي. دا تګلاره د امريکا د هغې تګلارې بل اړخ دی، چې ګمان کيږي امریکا په تېره شاوخوا نيمه پېړۍ کې له خپلو متحدينو سره په صادقانه ډول ملګرتيا نه ده پاللې.
د روسيي د ستراتيژيکې ملګرتيا يوه نښه د سوريې له حکومت يا بشارالاسد سره ټينګ درېدل دي، چې د دواړو هېوادونو دا اړيکه په اويايمه لسيزه کې د بشارالاسد د پلار حافظ الاسد او روسيي تر منځ رامنځته شوې وه.
که څه هم روسيه د منځني ختيځ په کړکېچ کې له ايران او ځينو نورو هېوادونو سره ستراتيژيکه امنيتي او اقتصادي ملګرتيا لري، خو په ورته وخت کې روسيې په منځني ختيځ کې د خپلو وسلو د پير پلور بازار هم تود ساتلی. دا مهال د منځني ختيځ په کړکېچ کې د ټولو وسلو ۳۲٪ سلنه د روسي ساخت وسلې کارول کيږي.
د منځني ختيځ تر څنګ د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د افغانستان په مسايلو کې د روسيي ليوالتيا او فعاله حضور هم دا ثابتوي چې د« ويلادي ميرپوټين» په مشرۍ روسيه د امريکا پر ضد د يو ځواکمن بلاک د جوړېدو په هڅه او لټه کې ده.
اوس تازه تازه روسيې طالبانو ته څو وارې فرصت برابر کړ، چې په مسکو کې د افغانستان پر وضعيت خبرې وکړي، چې دا يې نه يوازې افغان دولت، بلکې امریکا ته هم يو ډول ګوتڅنډنه وه.
تر دې وړاندې نړيوالو اژانسونو داسې اسناد موندلي وو چې ښيي، روسيي له ۲۰۱۲ ميلادي کال راهيسې له طالبانو سره د کلاشينکوف په ګډون د بېلابېل ډوله وسلو مرستې پيل کړي دي او د همدې وسلو او مرستو پر مټ يې د کندز او غزني په څېر سختو جګړو تر څنګ په کابل کې ستر بريدونه ترسره کړي. دا د دې ښکارندويي کوي چې روسيه د خپلو نورو اهدافو سربېره دلته د خپلو وسلو لپاره د مارکټ د موندلو په لټه کې هم ده. خو روسيې بيا طالبانو سره د مرستو خبره رد کړې او د اړيکو درلودو خبره يې تائيد کړې ده.
روسيه د افغانستان له روان وضعيت څخه درې اندېښنې لري:
لومړی: شمال او مرکزي اسيا هېوادونو ته چې له روسيي سره پر پوله پراته دي، د افغانستان د بې ثباتۍ د پراخېدو ګواښ
دويم: روسيې ته د افغان هېروينو د مارکټ د انتقال ويره، چې هر کال يې له امله ۲۵ زره روسان مري.
دريم: هغه داعش چې په افغانستان کې توليد شوي، د روسيي لپاره ګواښ پېښولای شي
دا درې هغه اندېښنې دي چې ظاهراً روسي چارواکو په وار وار مطرح کړي، خو روسيې دلته يو شمېر نورې ګټې هم په نظر کې نيولي دي، چې له ډلې يې په سيمه کې د امريکا متحده ايالاتو رول کمزوري کول، د دوی د پټو او ښکاره فعاليتونو څارنه، په سيمه کې د يوازيني ځواک په توګه سر راپورته کول، خپلو متحدينو سره د اقتصادي راکړې ورکړې پراخول او د نويو متحدينو پيدا کول او تقويه کول ښودل شوي.
که څه هم طالبانو سره د روسيي ليوالتيا او مرسته د يوې بلې سړې جګړې پيغام درلودلی شي، خو امريکا هم په سوريه کې د روسيې او ايران له خوا ظاهري ماتې ته په پام سره د زلمي خليلزاد په مشرۍ طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړي او هڅه کوي، مخکې تر دې چې طالبان په بشپړ ډول د روسيې غېږ ته ولويږي، دوی ورسره يو جوړجاړي ته ورسيږي.
طالبان هم اوس د نوېيمې لسيزې طالبان نه ښکاري، دوی نه يوازې روسيې سره بلکې د ايران او چين په ګډون له نورو هغو هېوادونو سره هم خپلې اړيکې پراخې کړي چې په نړۍ کې د امريکا د ځان غوښتنې پاليسيو مخالفت کوي.
اوسمهال خپلو ستراتيژيکو اهدافو ته د رسېدو لپاره طالبان روسيې ته او روسيه طالبانو ته تر هر څه ډيره اړتيا لري، ځکه دا دواړه خواوې هله خپلو اهدافو ته رسېدای شي چې د امريکا پر وړاندې قوي سنګر ونيسي، حتا د دوی دواړو يو کوچنی حرکت يا ګډه ناسته هم پر امریکا لوی فشار اچولی شي.