هیلي کوپتر

خبریال: میرویس جلالزی – وروسته تر هغه چې لس ورځي دمخه طالبانو کندوز ولکه کړ، د روسيې حکومت د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څیرمه د تاجکستان په خاوره کې جنګي توپ لرونکي څرخکې ځای پر ځای کړې.

طالبانو کندوز هغه مهال ونیوه چې ویل کیږي ټول افغان ځواکونه ترینه په شا شوي ول او که څه هم طالبانو بیرته دغه ښار له لاسه ورکړ لیکن په سمبولیک ډول یي پوځي کارپوهان طالبانو ته یوه لویه بریا بولي.

د روسيي د ریانوستي خبري آژانس د راپور له مخې، روسیه او تاجکستان دواړه د کندوز تر نیول کېدو را وروسته د منځنۍ اسیا د امنیت په اړه اندیښنه لري.

په همدې موخه د روسيي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د چهارشنبي په ورځ سره ولیدل او په دې یې خبرې وکړې چې څرنګه له افغانستان څخه د ممکنه تهدید مخه نیولای شي.

آژانس وايي، اوسMI 24 څرخکې د روسيې د دفاع وزارت له لوري د تاجک مقاماتو په غوښتنه کندوز ته څیرمه د آمو سیند هغي غاړې ته استول شوي او هلته دیره شوي دي.

مسکو وایي، دوی به له کندوز سره په پولو کې خپل پوځي حضور پراخ کړي ځکه ویره شته چې توندلارې له همدې پولو هغي غاړې ته ځانونه ورسوي او منځنۍ اسیا ته زیان واړوي.

افغانستان له تاجکستان سره نږدې ۱۴۰۰ کیلومتره پوله لري.

د روسييې د مرکزي پوځ د مشر یورسلوف روسچوپیکن پر وینا دا چورلکي په ۲۰۱ نمبر پوځي اډه کې ځای پر ځای کړای شوي دي.

دغه اډه له روسيي بهر د مسکو تر ټولو ستر پوځي مرکز دی.

په همدې حال کې چک جمهوریت، چې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ماموریت پر مخ بیايي، دفاع وزیر یي له افغانستان څخه د چکي سرتیرو د ژر وتلو په اړه خبرداری ورکړی.

ښاغلی مارتین ستروپنیکي وویل:« که موږ له افغانستان څخه په بیړه سرتیري وباسو دا کار به نه یوازي دا چې د کډوالۍ بحران نور هم پراخ کړي بلکي زیان رسوونکي پایلې به ولري.»

چک اوس مهال په افغانستان کې د ناټو تر قوماندي لاندي شاوخوا دری سوه سرتیري لري چې د بګرام په هوايي اډه کې میشت دي.

One thought on “روسيې افغان پولې ته نږدې جنګي څرخکې ځای پر ځای کړې”
  1. پخوا به سياست او سياسيونود پردي تر شا دنظامي قدرت په استفاده عمل كولو او د پلي كولو پلان بهءي تر مخه دبل چا په غا ړه اعيار ك ړي وو .
    مګر اوس نيغه په نيغه توره په لاس دنظامي قدرت په زور دي را پرز وي او ور مي ږ دي غو څوي او خاوره دي أشغالوي ،صلاحيت دي سلبوي عامو ذهنيتو ته ءي ديكتي كوي چه مو نږه دوستان او دكمك او همكاري د پا ره راغلي يو .
    واه .واه،واه
    دادي د٢١ قرن دفاشيزم نوي شكل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *