تاند- روسي ستور بېړۍ، چې تېره اوونۍ په قزاقستان کې د روسیې له فضايي مرکزه وتوغول شوه، پرون /نوومبر۱۹/ نړیوال فضايي تمځي ته ورسېده.
په دې ستوربېړۍ کې د امریکا پیګي ویټسن، د روسیې اولیګ نوفیتسکي او د فرانسې تون پسکې به په فضايي تمځي کې د شپږو میاشتو لپاره تحقیقات وکړي.
د دوی وړونکې فضا بېړۍ، چې ساویوز ایم . ایس -۰۳ نومېږي، پنځوسمه ستوربېړۍ ده چې فضايي تمځي ته لېږل کېږي.
د دوی د څېړنې زیات تمرکز به په دې وي چې په داسي ځای کې چې وزن نشته، د ژوند شرایط تجربه شي.
دوی به دغه راز د بیالوژي او فزیک په برخو کې په سلګونو ساینسي تجربې وکړي.
حاضردمه په فضايي تمځي کې درې نور فضانوردان شته او په لنډ وخت کې بېرته مځکې ته راګرځي.
فضايي سټېشن له مځکې له ۳۳۰ تر ۴۳۵ کیلومتره لېري د مځکې مدار ته نژدې د ۱۵ هیوادونو له لوري جوړ شوی دی.
دا تمځی د ورځې ۱۵ واري تر مځکې راګرځي.