تاند- د اوکراین د کورنیو چارو نوي وزیر وویل، د روسیې سمندري ځواکونو د کریمیا په مرکز کې د سفاستوپول هوايي ډګر بند کړی او نور روسي ځواکونه په دغه هوايي ډګر کې پیره کوي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین افاکوف د روسانو دا اقدام پوځي یرغل او اشغال وباله.
د روسیې د تور سمندرګي پوځي قطعې، چې په سفاستوپول هوايي ډګر کې یې اړولي، دا خبره رد کړه چې ګنې د دوی ځواکونه هوايي ډګر نیولی یا یې د نیولو نیت لري.
یوه سړي، چې ځان یې د کریمیا د سیم فیرپول هوايي ډګر په ساتلو کې له وسله والو ځواکونو سره رضاکار همکار وباله، نن وویل، د پوځ له لوري د هوايي ډګر د نیولو هدف دا دی چې له کییف څخه دې هوايي ډګر ته د راتلونکو سخت دریځو مخه ونیسي.
«زموږ دا ابتکار د دې لپاره دی چې د اور لمبې کریمیا ته رانشي. همدا علت دی چې موږ دلته افراطیت نه غواړو. موږ په کریمیا کې فاشیزم نه غواړو. موږ په کریمیا کې سوله غواړو.»
له بلې خوا د اوکراین پارلمان له مسکو څخه وغوښتل چې له هر هغه اقدامه لاس واخلي چې د اوکراین ملي حاکمیت زیانمنوي.
د اوکراین پارلمان له روسیې په کلکه وغوښتل چې د هر هغه اقدام مخه ونیسي چې د اوکراین مځکنۍ بشپړتیا له خطر سره مخامخوي.
پارلمان په امریکا، بریتانیا او روسیې هم ږغ وکړ چې د هغې موافقې پراساس چې په ۱۹۹۴ کې لاسلیک شوې وه د اوکراین مځکنۍ بشپړتیا تضمین کړي.
د اوکراین پارلمان د ملګروملتو له امنیت شورا هم غوښتي چې چې د وروستي بحران په اړه غونډه وکړي.
د اوکراین په کریمیا کې، چې اکثره اوسېدونکي یې روسان دي، وروسته له دې کړکېچ زیات شوی چې مسکو پلوه ولسمشر ویکتور یانوکوویچ له واکه لېري شو.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له ټولو خواوو وغوښتل چې له لمسوونکو اقداماتو ځان وساتي.
ده دا هم وویل چې د روسیې د باندنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې روسیه به د اوکراین مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د اوکراین نویو چارواکو په پخواني ولسمشر یانوکوویچ د خلکو د وژلو تور پوري کړی او د هغه د نیولو حکم یې صادر کړی دی.