تاند، شنبه، د حمل ۲۳ مه: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له ټولو افغاني لوریو غوښتي چې سیاسي اختلافات ختم ته او د سولې لپاره کار وکړي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، په افغانستان کې روان سیاسي اختلافات د جګړې د دوام لامل شوي او د یوه ټولشموله حکومت مخه یې نیولې ده.
نوموړي زیاته کړې، د افغان دولت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې په برخه کې نه توافق، د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لامل شوي.
اغلې ماریا له ټولو سیاسي لوبغاړو غوښتي چې له سیاسي ناندریو لاس واخلي او خپلې ټولې هڅې سولې ته ځانګړې کړي.
روسیه داسې مهال پر افغان سیاسیونو د اختلافاتو د پای ته رسولو غږ کوي، چې د عبدالله او ولسمشر غني تر منځ سیاسي اختلافات لا هم دوام لري او تر منځ یې د منځګړو د جوړجاړي هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.
بل لور ته د حکومت لخوا د ۲ سوه طالب زندانیانو خوشې کولو وروسته هم بین الافغاني مذاکرات له یوه مبهم حالت سره مخ دي ځکه طالبان خوشې شوي طالبان خپل کسان نه بولي.