روسیه وايي په سلو کې ۳۰ افغان امنیتي څواکونه د مخدرو موادو کاروبار کوي

تاند- د روسیې له مخدرو موادو سره د مبارزې اداره ادعا کوي چې شاوخوا درېمه برخه افغان امنیتي ځواکونه د مخدرو موادو په کار وبار کې لاس لري.

د روسیې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې ريیس ویکتور ایوانوف بهرني پوځیان هم د مخدرو موادو د کاروبار له کبله ملامت کړل.

د روسیې له مخدرو مواد سره د مبارزې د فدرالي ادارې ريیس د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د مخدرو مواد ضد وزیرانو په دوهم کنفرانس کې وویل:«د بهرنیو ځواکونو او د مخدرو موادو په تولید کې د جنګېدونکو ارتباط داسي شرایط رامنځته کړي چې دا ځواکونه په خپله د مخدرو موادو په کارو بار کې شامل شي.»

د روسي سرچینو په وینا مخدر مواد نه یوازې د افغان طالبانو بلکې د داعش د عوایدو یوه لویه برخه تشکیلوي.

روسي سرچینې وايي چې داعش د مخدرو موادو له درکه د کال یو ملیارد ډالره ترلاسه کوي.

One thought on “روسیه ادعا کوي چې په سلو کې ۳۰ افغان امنیتي ځواکونه د مخدرو موادو کاروبار کوي”
  1. روسیه درواغ وایی! کافره ده زمون. دشمنه ده او ّه ناحقه زمونږ به اسلامی اردو چی زمونږدیهودانو اونصاراوو دوستانو دای اس ای مسلمانو ورونواود دیورند درنو علماو له خوا داسلام په دویم مرکز پاکستان کی روزل شوی داسلام خلاف کار نه کوی هغه خو کمونستان وو چی غلاګانی او شوکی به یی کولی او مخدرات به یی جهان ته لیږل اووس خو شکردی دابراهیم ع له اولادی یهودو او نصارا سره مو اړیکی کلکی او داسلامی شریعت په کلکولو کی له موږ سره مرسته کوی !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *