تاند، دوشنبه، میزان ۱: روسیې یو وار بیا ادعا کړې ده چې امریکا د دغه هیواد د ناامنه کولو لپاره داعش جنګیالي د افغانستان شمال ته لېږدوي.
د روسیې د فدرالي امنیت د پنځم ریاست یا د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګئي بسدا په کازان ښار کې په دې اړه د ګډو ګټو هېوادونو په شپاړسم استخباراتي کنفرانس کې ادعا کړې چې امریکا غواړي د روسیې د بې ثباتۍ لپاره داعش جنګیالي منځنۍ اسیا پولو ته انتقال کړي او دا سیمې د داعش د ودې لپاره وکاروي.
سپوټنیک روسي اژانس په دې تړاو د سرګئ بسدا له قوله خبر ورکړی چې ګډو ګټو خپلواک هېوادونه باید د بهرنیو ملېشو د نفوذ په تړاو قانوني او استخباراتي اقدامات په لومړیو مرحلو کې سخت کړي.
دغه ناسته چې نن په کازان ښار کې جوړه شوې وه د اذربایجان، ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استخباراتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.
روسي او ایراني چارواکو تر دې پخوا هم په ځلونو امریکا تورنه کړې چې په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي او غواړي چې دا سختدریځه ډله د منځنۍ اسیا، روسیې او ایران پر ضد وکاروي خو افغان او امریکايي چارواکو دا ادعا په کلکه رد کړې ده.
ځینې کتونکي باور لري چې روسیه ښايي دا ادعا د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ ته توجیه ومومي.