د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده

دا اوس نږدې ټولو هېوادونو منلې چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، بهرني بعدونه لري او بهرنۍ ترهګرې ډلې په افغانستان کې جګړه مخ ته بیايي او د دې جګړې لپاره بستر طالبانو برابر کړی دی.

خو له هغې وروسته چې شمال کې د داعش په تړاو انديښنې پيدا شوي چې ګنې هلته فعالیت کوي او دا فعالیت یې روسيې ته ګواښ دی، په افغان حکومت ډول ډول بې ثبوته ادعاوې شته.

کله چې امریکا پریکړه وکړه چې له سوریې او عراق څخه هوایي ځواک او نور تجهیزات افغانستان ته راانتقالوي د روسيې انديښنې څو چنده زیات شوې او ادعا یې دا ده چې امریکا غواړي له دې کار سره یو ځای له سوريې او عراق څخه داعش هم افغانستان ته را انتقال کړي، هغه ادعا چې هیڅ ډول باندې د منلو وړ نه ده.

سوریه او عراق کې داعش ماتې خوړلې او دا دواړه هېوادونه افغانستان سره هیڅ ډول سرحد نه لري، نو بیا څنګه کیدای شي چې افغانستان ته مخه کړي او دلته په شمالي ولایتونو کې فعالیت پيل کړي چې د روسيې لپاره ګواښ وګرځي.

روسيې په دې پلمه چې داعش ورته ګواښ جوړ نه کړي په دې پلمه یې له طالبانو سره نظامي مرستې پيل کړي او څو ځل یې طالب چارواکي دعوت کړي او له نږدې یې خبرې ورسره کړي دي، ژمنه یې ورکړې چې هر ډول وسلې او امکانات ورته برابروي چې په افغانستان کې د امریکا او داعش پروړاندې مبارزه وکړي.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي تازه بیا ادعا کړې چې د افغانستان په شمال کې نامالومې چورلکې ناستې کوي او ممکن دا چورلکې داعش ته امکانات رسوي، دا ادعاوې افغان حکومت رد کړي او روسيې په دې تړاو هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.

روسیه په دې پلمه غواړي افغانستان کې د مداخلې لپاره لار پيدا کړي او د داعش د ځپلو په پلمه افغانستان کې هوایي بریدونه پيل کړي، خو افغان حکومت او افغانان به هیڅکله دا اجازه ور نه کړي.

روسیه چې له داعش وارخطا ښکاري او یا یې ځان همداسې وارخطا کړی، طالبانو ته لاس ورکړی او فکر کوي چې دا ډله به پياوړي کړي چې د داعش له ګواښ يې وژغوري، خو په دې نه دې فکر نه کوي ترهګر، ترهګر دي او هر ځای او هر کله د هر هېواد لپاره ګواښ جوړیدای شي.

افغان حکومت تر بل هر چا د داعش پروړاندې مبارزه کې حساس دی او نږدې هره ورځ د داعش په مرکزونو او ډلو باندې بریدونه کوي او سخت ګوزارونه یې ورکړي دي.

افغان حکومت ژمن دی چې په افغانستان کې به د هرې ترهګرې ډلې پروړاندې افغان ځواکونه جګړه کوي او د دې جګړې لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړي او ورکوي یې، په داسې حال کې چې دا جګړه یواځې د افغانستان نه ده، خو قرباني یې افغانان ورکوي.

روسیه که له داعش ویره لري او یا داعش د ځان لپاره ګواښ ګڼي، نو اړتیا ده چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره مرسته وکړي چې اوس نیغ په نیغه له داعش ډلې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

خو مالومه خبره ده چې روسیه نور اهداف لري او د دې اهدافو د لاسته راوړلو لپاره پلمې لټوي چې افغان طالبان ځان سره نږدې کړي او له دې لارې د داعش د ځپلو په موخه نورې ګټې تعقیب کړي.

افغان ځواکونو لکه څنګه چې داعش د افغانستان په ختیځ کې وځپه او سخت ګوزارونه یې ورکړل، داسې به یې د هېواد په شمال کې هم په ګونډو کړي، خو په دې برخه کې د بهرنیو ځواکونو لکه روسيې د مرستو ضرورت دی، ځکه افغان ځواکونه د جګړې لپاره هغومره امکانات نه لري، څومره چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اړتیا ده.

افغان حکومت هیڅکله نه غواړي چې د افغانستان له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ترهګر انتقال شي او یا افغان خاوره د بل هېواد پرضد وکارول شي او یا ترې ورته ګواښ متوجه شي، خو دا چې اوس افغان ځواکونه په کمو امکاناتو له زیاتو ستونزو سره ـ سره له شل ترهګرو ډلو سره په یواځې ځان جګړه کوي، نو له داعش سره مبارزه هم کوم اسانه کار نه دی، ځکه دا ډله بهرني تمویل کوونکي لري او د ځپلو لپاره یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *