سیمهییز او نړۍوال قدرتونه د خپلو اهدافو ترلاسه کولو په موخه له بېلابېلو لویو او کوچنیو ډلو سره تعامل کوي څو په مشخصه سیمه کې مشخص اهداف ترلاسه کړی شي. دغه تعامل د یادو قدرتونو له ترلاسه کېدونکو اهدافو سره مستقیمه رابطه لري.
د لویو قدرتونو سیالۍ ته په کتو؛ امریکا او روسیې له بېلابېلو ډلو/دولتونو څخه ملاتړ کړی، څو خپل اهداف ترلاسه کړي. روسیې له خلک دیموکراتیک ګوند څخه په ملاتړ افغانستان کې د خپلې خوښې وړ حکومت رامنځته کړی و؛ خو امریکا او متحدینو یې بیا د روسیې پر ضد له مجاهدینو ملاتړ کاوه. اما د مجاهدینو له بریا وروسته د کورنیو جګړو په پیلېدو؛ روسیې د مجاهدینو له یوه مشخص لوري دفاع پیل کړه. همداراز د طالبانو اسلامي امارت پر ضد یې له شمال ټلوالې څخه ملاتړ وکړ.
پهدغو مواردو کې تر ډېره بریده روسیه د خپلو اهدافو ترلاسه کولو په لټه کې وه او له هر یوه لوري څخه یې د یوې آلې په توګه کار اخیستی دی. دا چې پهدغه تعامل کې تر یوه بریده د ښکېلو لوریو ګټې مشترکې وې، جلا بحث دی؛ اما د دوو نامساوي لوریو د تعامل اصل ته په کتو؛ ګټوونکی، پیاوړی او قوي لوری دی.
اوسمهال روسیې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي، ترې ملاتړ کوي او حتی له چین او پاکستان سره په ګډه یې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د وسلهوالو طالبانو د مشرانو د نومونو لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
پهدغه لیکنه کې د وسلهوالو طالبانو او روسیې ترمنځ د ټینګو شویو اړیکو شالید ته اشاره شوې، د اوسنیو اړیکو پر اهدافو رڼا اچول شوې ده او دېته په کتو چې روسیه تل د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو لوریو څخه مقطعي ملاتړ کړی؛ د دغو اړیکو پر راتلونکې تم شوی یم.
د طالبانو او روسیې اړیکې
د وسلهوالو طالبانو او روسیې ترمنځ مذاکرات په درېیو برخو وېشل کېدای شي:
لومړی، په نويیمه زېږدي لسیزه (۱۹۹۴-۱۹۹۵) د وسلهوالو طالبانو او روسي دیپلومات زامیرکابلوف ترمنځ مخامخ خبرې وشوې. دغه خبرې د هغو اوو تنو برمته شویو روسي اتباعو په اړه وې چې پر وسلو بار یوې روسۍ الوتکه کې د کندهار په هوايي ډګر کې کېناستلو ته مجبور شوي وو، په الوتکه کې بار وسلې او مواد ضبط او عمله یې بندي کړی شوه.
کندهار ته د زامیر کابلوف له سفر او د ملا محمدعمر په ګډون له لوړپوړیو طالب چارواکو سره له لیدنې او مذاکراتو وروسته؛ اووه تنه روسي پیلوټان چې له الوتکې سره یوځای یرغمل نیول شوي وو، پهخپله الوتکه کې عرب متحده اماراتو ته وتښتېدل. دغو روسانو درې تنه طالب ساتلونکي هم له ځانه سره بوتلل.
کندهار ته د کابلوف سفر او له طالب چارواکو سره د نوموړي لیدنې ته په کتو؛ هغه مهال دا باور دا و چې طالبانو معاملې کړې او د پیسو په بدل کې یې روسان خوشې کړي دي. اوس له اناتولي خبري اژانس سره د کابلوف مرکې په پام کې نیولو سره؛ دغه باور په یقین بدل شوی دی.
دغه مذاکرات د دوو دولتونو ترمنځ و چې د معاملې په پایله کې پیلوټان خوشې او مذاکرات هم پای ته ورسېدل.
دویم،د دویم ځل لپاره د وسلهوالو طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوې؛ خو د لومړي ځل برعکس؛ دغه مذاکرات د دوو دولتونو ترمنځ نه؛ بلکې د یوه دولت (روسیه) او یوې مخالفې وسلهوالې ډلې (طالبانو) ترمنځ وو. دغه خبرې پر دوو محورونو راڅرخېدې: مخدره توکي او د طالبانو په لیکو کې د منځنۍ اسیا د جنګیالیو موجودیت. د خبرو په پایله کې روسیې ډاډ ترلاسه کړ چې د منځنۍ اسیا جنګیالي به د روسیې پر ضد نه کارېږي. د مخدره توکو پړه پر امریکا واچول شوه.
درېیم،د دواړو لوریو ترمنځ درېيم ځل خبرې په ۲۰۱۳ کال کې له هغه وروسته پیل شوې چې د یوه خصوصي شرکت الوتکه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې بېړنۍ ناسته وکړه او روسی پیلوټ د طالبانو لهخوا برمته کړی شو. په کابل کې د روسیې سفارت د هلو ځلو په پایله کې دغه پیلوټ په ۲۰۱۴ کال کې خوشې شو.
۲۰۱۴ کال له یوې خوا افغان امنیتي ځواکونو ته د ټول هېواد د امنیتي چارو سپارلو کال و او له بلې خوا د همدې کال په ترڅ کې اسلامي دولت ډله (داعش) په افغانستان کې خپل حضور اعلان کړ. دا چې مخکې له مخکې دا قضاوت شوی و چې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو به امنیتي ستونزې زیاتې شي؛ د داعش ډلې حضور دغه قضاوت لا پیاوړی کړ. د طالبانو او داعش ترمنځ شته اختلاف او د یوه بل پر وړاندې د دواړو ډلو جګړه له یوې خوا او له بلې خوا د داعش نړۍوال اهداف (خلافت) ته په کتو؛ روسیې وپتېیله چې له طالبانو ملاتړ وکړي. ظاهرا دغه ملاتړ د داعش پر ضد دی؛ ځکه روسیه له داعش څخه وېره لري چې امنیتي چاپېریال او د نفوذ سیمې به یې وګواښي. اما لهدې ورهاخوا نور اهداف هم متصور دي.
د روس-طالب اهداف
د وسلهوالو طالبانو او روسیې د اړیکو اهداف په دوو برخو وېشل کېدای شي: د روسیې اهداف او د طالبانو اهداف
د روسیې اهداف
د روسیې اساسي هدف د امریکا د ګټو پر وړاندې درېدل دي. په ۱۹۹۱ زېږدي کال کې د سړې جګړې په پای ته رسېدو او د شوروي اتحاد له نسکورېدو سره؛ نړۍ یوه قطبي شوه او امریکا د یوازیني قطب په توګه څرګنده شوه. لهدې سره جوخت امریکا «نوی نړۍوال نظم» مطرح کړ چې د امریکایي پوهانو او چارواکو په باور باید ټولې نړۍ ته له سره نظم ورکړل شي. دا نظم باید د امریکا په خوښه وي.
د سپټمبر ۱۱مې (۲۰۰۱) پېښه څخه وروسته د نوي نړۍوال نظم عملي کېدل لا چټک شول چې په ترڅ کې یې امریکا پر افغانستان او عراق برید وکړ. د دواړو بریدونو له ډلې؛ پر افغانستان د امریکا له برید سره روسیې بشپړه همغږي درلوده او اساسي هدف یې د وسلهوالو طالبانو د نظام نسکورېدل او واک ته د دوی د پخواني دوستانو (برهانالدین رباني په مشرۍ شمال ټلواله) رسېدل و.
لاندې د روسیې او امریکا تقابل او د روسیې اهدافو ته لنډه اشاره شوې ده:
لومړی،د شاوخوا شلو کلونو په اوږدو کې امریکا د خپلو اهدافو ترلاسه کولو پر لار له کوم جدي خنډ سره مخ نهشوه. دغه چاره په لیبیا کې د قذافي واکمنۍ تر نسکورېدو پورې دوام درلود. د عربو پسرلي په پایله کې په لیبیا کې د قذافي له وژل کېدو وروسته و چې روسیې د مسئلې حساسیت په درک کولو سره د امریکا د ګټو پر وړاندې ودرېده او هڅه یې وکړه چې بدل یې په اوکراین واخلي.
پر اوکراین برید او له روسیې سره د کریمیا یوځای کولو سره، روسیه یو ځل بیا د یوه سیمهییز او نړۍوال قدرت په توګه راڅرګنده شوه. د روسیې او امریکا دویم تقابل په سوریه کې و. روسیه پهدې بریالۍ شوه چې د بشارالاسد نظام پایښت په هدف؛ په سوریه کې د نوموړي پر مخالفینو درنې بمبارۍ وکړي او د اسد د نظام ستنې ټينګې کړي.
د تقابل درېیمه ساحه افغانستان ده، چې له طالبانو د روسیې ملاتړ هم په ستره کچه د دوو قدرتونو سیالۍ پورې تړاو لري.
دویم،ظاهرا روسیه له داعش سره د مبارزې تر نامه لاندې له طالبانو ملاتړ کوي؛ خو اساسي هدف په سیمه کې د امریکا پر وړاندې درېدل دي. پهدې لړ روسي چارواکي داعش امریکا پورې تړلې ډله ګڼي چې په باور یې غواړي د روسیې امنیتي چاپېریال له ګواښ سره مخ کړي. بل لور ته په سوریه کې د روسیې، ایران او سوریې ایتلاف نسبي بریا؛ مسکو دې باور ته رسولی چې کولای شي په سیمه کې رغنده رول ولري. اوسمهال غواړي دغه رول په افغانستان کې هم وازمايي.
درېیم، له وسلهوالو طالبانو سره د سولې په خبرو کې روسیه له پامه وغورځول شوه او افغان حکومت پر څلور اړخیزو خبرو (افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) اتکا وکړه. د څلور اړخیزو خبرو له پیل سره که څه هم روسي چارواکو له بینالافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ؛ خو ټینګار یې دا و چې دغه خبرې به نتیجه ونهلري او اړتیا ده چې د خبرو چوکاټ بدل کړی شي.
اما له یوې خوا د څلور اړخیزو خبرو چوکاټ بدل نهشو او له بلې خوا پاکستان خپلو تعهداتو ته شا کړه. د روسیې لهخوا له طالبانو د ملاتړ یو دلیل پهدغو خبرو کې د روسیې ونډه ده. له همدې امله روسیې د چین او پاکستان په ګډون یوه بله ناسته ترتیب کړه او په ترڅ کې یې له طالبانو د ملاتړ سربېره غوښتنه وشوه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېست څخه د یو شمېر طالب مشرانو نومونه لرې کړی شي.
له چین او پاکستان سربېره ایران هم د دغو هېوادونو له ملاتړ کوونکو څخه شمېرل کېږي؛ خو اساسي هدف د سولې په خبرو کې د ونډې ترلاسه کول او د افغانستان په راتلونکې کې د اغېزناک رول لوبول دي.
پهدې لړ کې وروسته له هغه چې پاکستان د افغان سولې په تړاو خپل تعهدات عملي نهکړل او له نړۍوالو (په ځانګړي توګه د لوېدیځو هېوادونو) له فشار سره مخ شو، نو د امریکا په مشرۍ لوېدیځ او روسیې ترمنځ له رامنځته شوې کشالې څخه په استفادې یې روسیې ته مخه کړه، څو له یوې خوا له انزوا څخه را بهر شي او له بلې خوا د سولې په خبرو کې د راولپنډۍ ونډه غوښنه وي.
څلورم، روسیه د افغانستان مخدره توکي د ځان لپاره لوی سرخوږی ګڼي، چې دغه توکي تر ډېره حده د وسلهوالو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل کېږي او د خپرو شویو ريپوټونو لهمخې وسلهوال طالبان د مخدره توکو په کرکېلې، تولید او قاچاق کې لاس لري.
د ريپوټونو پر اساس وسلهوال طالبان هر کال له مخدره توکو څخه تر درېسوه میلیونو ډالرو ترلاسه کوي چې د دغو توکو یوه اساسي برخه روسیې ته قاچاق کېږي.
طالبانو سره د روسیې نږدې کېدو یو عمده دلیل مخدره توکي شمېرل کېږي. په لومړي ګام کې روسیې هڅه کړې چې طالبان د مخدره توکو له کرکېلې، تولید او قاچاق څخه راوګرځوي؛ خو د طالبانو انکار له امله دغه بهیر خبرو اترو ته پاتې شوی دی.
د طالبانو لهخوا د مخدره توکو له کرکېلې، تولید او قاچاق څخه هر کال تر درېسوه میلیونو ډالرو ترلاسه کولو ته په کتو؛ باور دا دی چې روسیه غواړي پهدې برخه کې هم له طالبانو سره معامله وکړي. دغه معامله د روسیې لهخوا په مستقیمه توګه د مخدره توکو پېرل یا هم په بدل کې یې طالبانو ته د وسلو ورکړه ده.
له وسلهوالو طالبانو سره دا ډول معاملې ته رسېدل؛ د روسیې استخباراتي کړیو او حتی ولسمشر پوتین ته لویه لاستهراوړنه بلل کېدای شي.
د طالبانو اهداف
باور دا دی چې وسلهوال طالبان له روسیې په نږدې کېدو دوه اساسي اهداف تعقیبوي: د وسلو ترلاسه کول او مشروعیت
لومړی، د تېرو پنځهلسو کلونو په اوږدو کې پاکستان له وسلهوالو طالبانو ملاتړ کاوه؛ خو پر دغه هېواد د نړۍوالو فشارونو زیاتوالي او د افغان حکومت د هڅو په نتیجه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمهییزې او نړۍوالې اجماع رامنځته کېدل د دې باعث شو چې پاکستان تر یوه بریده په پراخه کچه د طالبانو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي. د فشارونو له زیاتوالي ورهاخوا د پاکستان اقتصادي ستونزو هم دغه هېواد ته اجازه نه ورکوله چې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي؛ له همدې امله هم طالبانو او هم پاکستان په ګډه وپتېیله چې دویم او درېیم ملاتړي هېوادونه هم پیدا کړي چې په افغانستان کې د داعش له حضور سره او لهدغې پدېدې څخه د روسیې وېره پر دې منتج شوه چې روسیه د طالبانو ملاتړ ته راودانګي.
اوسمهال له پاکستان ورهاخوا لوېدیځ ګاونډی او روسیه هم د طالبانو له ملاتړ څخه شمېرل کېږي. لهدغو هېوادونو څخه د طالبانو اساسي غوښتنه د وسلو ترلاسه کول دي. د خپرو شویو ريپوټونو پر اساس؛ وسلهوالو طالبانو له روسیې څخه د الوتکې ویشتونکو توغندیو غوښتنه هم کړې؛ خو روسي چارواکو د دغې غوښتنې پر ځای کول د پوتین له صلاحیتونو څخه شمېرلي دي.
دویم،د طالبانو دویم هدف د سیاسي ملاتړ ترلاسه کول او د مشروعیت پراخوالی دی. طالبان پهدې لټه کې دي چې د یوه سیاسي قدرت په توګه وپېژندل شي څو وشي کړی د یوه موازي حکومت په توګه راڅرګند شي چې د سیمې او نړۍ د لویو قدرتونو له ملاتړ پرته دغه چاره ناشونې ایسي. له همدې امله په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان په ګډون وسلهوالو طالبانو پهخپلې خپرې کړې اعلامیه کې یادونه وکړه: د خوشحالۍ ځای دی چې د سیمې هېوادونه د افغانستان اسلامي امارت د یوه سیاسي او پوځي قوت په توګه پېژني.
په سیاسي لحاظ د طالبانو د مشروعیت زیاتېدل؛ د سولې په خبرو کې دغې ډلې ته د زیاتو امتیازاتو د ورکړې زمینه برابروي.
له بلې خوا وسلهوال طالبان له داخلي تشتت سره مخ دي. هر قومندان یې جلا نظر لري. له طالبانو د روسیې ملاتړ پر دې منتج کېدای شي چې دغه تشتت لهمنځه لاړ شي. همداراز خپلو بېروحیې جنګیالیو ته هم قناعت ورکولای شي چې اوسمهال طالبانو سیمهییزه ملاتړ ترلاسه کړی او د نړۍ لوی قدرتونه ترې حمایت کوي.
پایله
له پورته یادو شویو اهدافو ورهاخوا روسیه ټینګار کوي چې له طالبانو سره یې اړیکې یوازې د داعش پر وړاندې مبارزې پورې تړاو لري او له داعش سره په مبارزه کې طالبان د دوی ملګري دي. اما د داعش پر وړاندې څوک مبارزه کوي؟
په افغانستان کې د داعش له ظهور سره جوخت؛ د دغه ډلې مشر د افغان ځواکونو لهخوا و وژل شو. هلمند، فراه او زابل د داعش له حضور څخه پاک کړی شو او پهدغو سیمو کې تقریبا د داعش ټول مشران و وژل شول. په ننګرهار کې د دعش د فعالیت له پیلېدو سره جوخت؛ افغان ځواکونو پراخ عملیات پیل کړل او په ننګرهار کې یې هم د دغه ډلې نطفه خنثی کړه.
د خپرو شویو ريپوټونو لهمخې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یوازې د تېر زېږدي کال په اوږدو کې د داعش ۵۰۰ تنه جنګیالي وژلي چې په وژل شویو کسانو کې د خراسان لپاره د دغې ډلې مشر حافظ سعید هم شامل دی.
پر دې اساس د داعش پر وړاندې د مبارزې اصلی لوری افغان ځواکونه او افغان دولت دی؛ نه، وسلهوال طالبان.
په افغانستان کې له بېلابېلو ډلو د روسیې (شوروي اتحاد) مقطعيي ملاتړ ته په کتو؛ باور دا دی چې له وسلهوالو طالبانو د روسیې ملاتړ هم مقطعيي بڼه لري او د روسيې د لویو اهدافو (د افغانستان په راتلونکې کې رول، د سیمې په کچه د قدرت بيلانس رامنځته کېدل، مخدره توکي، د نړۍوال قدرت په توګه تبارز، د امریکا د ګټو پر وړاندې درېدل او …) په پوره کېدو به وسلهوال طالبان دغه ملاتړ له لاسه ورکړي. لا معلومه نهده چې طالبان د روسیې دغه اهداف پوره کړي که نه؟ اما دا معلومه ده چې د بلې ډلې له لوري د روسیې د اهدافو پوره کېدو سره به دغه هېواد طالبانو ته شا کړي او دغه رابطه به د طالبانو لپاره له بدنامۍ پرته بل څه نه وي.