تاند- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، مسکو تیار دی چې د ملګروملتو د امنیت شورا له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو لپاره اقدام وکړي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ضمیر کابلوف وویل، هغه وخت راغلی چې د طالبانو د مشرانو پرضد د ملګروملتو د امنیت شورا بندیزونه پای ته ورسول شي.
امنیت شورا، چې روسیې او چین یې هم دایمي غړي دي، په ۲۰۰۱ م کال نه یوازې د طالبانو پر ضد د نړیوال ايتلاف د حملې ملاتړ وکړ بلکې د دې ډلې پر غړیو یې بندیزونه هم تصویب کړل خو اوس د روسیې او طالبانو اړیکې خورا نژدې شوي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي کابلوف وویل، هیواد یې چمتو دی چې له تور لیست څخه د طالبانو د ایستلو لپاره ګامونه واخلي.
خو له تور لیست څخه د طالب مشرانو نومونه یوازې هغه وخت لېرې کېدای شي چې د افغانستان حکومت د ملګروملتو له امنیت شورا څخه رسماً غوښتنه وکړي او د امنیت شورا ۱۵ دایمي او غیردایمي غړي د افغانستان غوښتنه تصویب کړي.
کابلوف هم دې مسلې ته په اشارې وویل، روسیه تیاره ده چې د طالبانو د مشرانو نومونه له تور لیسته وایستل شي خو د امنیت شورا د ۱۵ غړیو ګډې موافقې ته اړتیا ده.
کابلوف وايي چې که د طالب مشرانو نومونه د امنیت شورا د بندیزونو له فهرسته وایستل شي، د طالبانو استازي به د دیپلوماتیکو هلوځلو ازادي ومومي او ورسره به د سولې له پروسې سره مرسته وشي.
تېره اوونۍ د افغانستان حکومت ملګروملتو ته رسماً شکایت وکړ چې د طالبانو ځینې غړي پر دې ډلې د ملګروملتو له بندیزونو سره سره د مسکو غونډې ته لاړل.
پر طالبانو لومړی پلا په ۱۹۹۹ م کال د ملګروملتو د امنیت شورا له لوري یو لړ بندیزونه ولګول شول.
په ۲۰۱۵ م کال د ملګروملتو امنیت شورا د طالبانو د مالي سرچینو د محدودولو په هدف ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک تصویب کړ. دې پرېکړه لیک د طالب مشرانو او د هغو د خپلوانو د بانکي حسابونو د کنګل کولو ترڅنګ د هغوی پر سفر هم بندیز ولګاوه.
په دې پرېکړه لیک کې دغه راز ویل شوي، که هر څوک یا ډله د طالبانو ملاتړ وکړي په تور لیست کې شاملېږي.
د سولې لپاره د طالبانو په شرطونو کې یو شرط دا دی چې د دوی نومونه دې له تور لیست څخه وایستل شي.