تاند: په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي ویلي، داعش او حزب التحریر ډلې په افغانستان کې د جنګیالیو په جلبولو بوختې دي..
ولادیمیر ورانکوف د امنیت شورا غونډې ته د داعش د ګواښونو په تړاو وینا کې ویلي، دا مهال داعش په افغانستان کې۴ زره سرتېري لري: (( داعش سیمې ته د رسېدو لپاره له افغانستان څخه د پل کار اخلي، د دې ډلې د ملاتیر ۴ زره جنګیالي تشکیلوي، چې په کونړ او ننګرهار کې فعالیت کوي.))
ورانکوف په خبره داعش او حزب التحریر ډېرچټک جلب و جذب پيل کړی دی.
بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیلاوروف هم په شمالي ولایتونو کې د داعش نفوذ ته اندیښنه ښودلې ده: (( موږ ته ډېر خطرناک راپورونه راغلي، داعش منځنۍ اسیا ته د تګ په لټه کې دی او شمال کې یې فعالیتونه زیات کړي دي.))
په همدې حال کې غربي رسنیو ویلي،کېدای شي توندروه طالبان له سولې وروسته داعش ډلې ته پناه یوسي.
همدا راز اندېښنې لا شته چې افغانستان به له طالبانو سره تر سولې وروسته د القاعدې او داعش په ځاله بیا بدل شي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورابیا خپل وروستي بیان کې ویلي وو چې داعش افغانستان ته ستراتیژيک ګواښ نه دی.
دلته چې چیرې دیني وزمه شیطاني لښکردی یا د مذهب لیونی عسکردی، یا چیرې ددغه لیونیو کوربه توب دی، یا دعربپالنې هرخرتوب شینتوب دی، یا دخدای په نوم چې هروحشت و فضاحت دی،…. په دغه ټولو مرداریو کې به نورمواد هم کارول شوي وي خو اصلي ماده هسته و خسته یې ځناور جاهل پښتون دی :((((،