sss

تاند- د روسیې راډیو وايي، داسي خبرونه یې ترلاسه کړي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي مړ شوی دی.

دا خبر وروسته له دې خپرېږي چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ امریکايي چارواکو وویل چې موصل ته نژدې د دوی د الوتکو په بمبارۍ کې د داعش د مشرانو یو کاروان په نښه شو او ګومان کېږي چې بغدادي هم په دغه کاروان کې روان و.

د روسیې رادیو له سوریې څخه د اسلامي دولت یا داعش په قول وايي چې بغدادي وژل شوی دی.

د داعش یا اسلامي دولت رسمي خبري اژانس اعتصام په ټویټر کې په یوه پیغام کې ویلي چې ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.

د دغه خبر په سر کې ویل شوي:«فوري او مهم خبر. موږ به ژر د خلیفه ابوبکر البغدادي د مړینې او د نوي خلیفه د انتخابولو خبر خپور کړو.»

خپلواکو سرچینو او دغه راز لوېدیځو خبري رسنیو تراوسه پوري د بغدادي د مړینې په اړه ح نه دي ویلي.

One thought on “روسیه د داعش په قول وايي، د دې ډلې مشر البغدادي وژل شوی”
  1. جوروی هم پخپله له منحه یی هم وری پخپله فقط هدف دا چی عراق بیرته باید خپل په لاس کی راولی تر خو د افغانستان او عراق له لیاری ایران په آسانی محاصره کری او ویی حپی !!!

  2. سادات صاحب دا به ستا لویه تيروتنه وي چې ایران به محاصره او له هغې به عراق یا افغانستان جوړ کړي، بلکې په لویه کې د امریکا او ایران د مسلمانانو پر وړاندې ګډه مبارزه پیل کړې ده او د دوی ګټې شریکې دي، ځکه په کومه اندازه چې یهود د مسلمانانو لپاره مضر دي تر هغې زیات د اسلام په جامه کې ایراني اخوندان (یهودان) مضر دي، او که چېرې لږ هم یو څوک د ایران په اړه مطالعه او څېړنه وکړي نو د دوی په راس کې هم د اهل تشیوع په جامه کې یهودان د واک پر ګدۍ ناست دي چې تر ټولو نږدې او څرګند مثال یې هم د ایران پخوانۍ ولسمشر احمدي نژاد دي، نوموړی کلک او پوخ یهودي دي، او ایران په دې سیمه کې د لویدزوالو د ګټو ساتونکی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *