تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳مه: په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي ویلي، مسکو د افغان سولې د هوکړې بې قیده او بې شرطه ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا وايي، مسکو په دې نه ده چې دا هوکړه څنګه ده او څوک یې ترتیبوي؟ بلکې هر ډول چې ده دوی یې ملاتړ کوي.

ښاغلي نبنزیا د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رول په تړاو ویلي، په دې اړه نظر ورکول ډیر سخت دی، ځکه لا تر اوسه یې محتوا روښانه نه ده.

ده په داسې حال کې ده چې طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د سولې په خبرو کې روسیه د طالبانو مهمه ملاتړې وه او دغه سټېج ته رارسولو کې یې مهم رول لري، ځکه نو طالبانو د سولې د متن په تړاو جزیات خامخا له کویټې شورا او مسکو سره شریک کړي دي.

بلخوا زلمی خلیلزاد د سولې له جزیاتو سره کابل ته راغلی خو ویل کېږي چې له ولسمشر غني سره یې اختلافات راغلي او له همدې کبله ولسمشر غني واشنګټن ته روان دی څو له ټرمپ سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *