نن ورځ، نړیوال سیاست کې د غریبو او بډایه هېوادونو بحث خورا اهمیت لري، ډېرو کمو لیکوالو او څېړونکو پر دې اړینه موضوع لیکنې کړي. د ملتونو کمځواکي او بېوزلي هغه خطرناکې پدېدې دي چې آن ځیني هېوادونه یې د هویت او استقلال له بحران سره مخ کړي. د لوېدیځ او نورو پرمختللو هېوادونو خلک هر سهار په ورځپاڼه کې د نوو پرمختګونو، کشفیاتو او نوښتونو خبرونه لولي، د افغانستان په څېر د غریبو هېوادونو خلک هر سهار په جنازه او فاتحه پیلوي.   

موږ هغه بدبخت هېواد یو چې تل مو پردیو د فقر لاس اوږد کړی، چې دا چاره مو ډېر وختونه پر کورنۍ لانجه اوښتې ده. د کمځواکو، بې وزلو او غریبو هېوادونو له پرمختللو او بډایه هېوادونو سره د اقتصادي توپیر دا لوی واټن د ښې او بدې حکومتولۍ څخه سرچینه اخلي. ملت د دولت د بشپړونکي عنصر په توګه هر اړخیز اغېز لري، خو تر ټولو ځواکمن او عملي عنصر د دولتونو په پیاوړتیا، ښه مدیریت او اقتصادي تولید او توانايي پورې اړه لري.

افغانستان چې په خپل وروستي معاصر تاریخ کې د کمځواکۍ او بد اقتصادي حالت کندې ته لوېدلی، د ځواکمن دولت د نه شتون په سبب یې تر ننه له دې کندې سر نه دی پورته کړی. د افغانستان تر سترګو لاندې پرون (۱۹۴۷ز کال) کې زېږېدلی پاکستان نن تر افغانستان په اقتصادي، سیاسي او نظامي لحاظ غښتلی او پیاوړی دی. موږ تر ننه ونه توانېدو چې د امریکا او ناټو په ټینګه ملګرتیا کې د دوه سوه زره ځواکمن اردو خاوندان شو، خو پاکستان چې څلور ځله د نظامي دکتاتورو نظامیانو کودتاګانو هم ځپلی بیا هم د څه باندې یو میلیون نظامي ځواک لرونکی دی.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت له هغه وروسته چې ولي افغان حکومت د سمنګان والي له دندې لیرې کړی، غوښتنه کړې چې د لږکیو حقونو ته دې پاملرنه وشي. اوس سوال دادی، چې روسیه له کومه دومره پر ولسواکۍ مینه شوې؟ ایا یو جنګسالار والي د یوه قدرمن او مظلوم قوم استازیتوب کولای شي؟

خبره د ولسواکۍ او د یوه لږکي قوم د ملاتړ نه ده. خبره د یوې خطرناکې پروژې ده، چې تل یې بهرنیانو دا هڅه کړې چې د افغانستان په مظلوم ملت کې درځ راولي. روسانو چې پرون پر افغان مظلوم ملت خونړي بریدونه کول، ولي د افغان ملت په ننګه اندری ساخاروف د ږغ جګونې په تور ګورکي ته تبعید کړ؟ دا ځکه چې هماغه مهال د روسيې هماغه ملي ګټې وې، نن ورځ، چې افغان دولت د امریکا او ناټو ملاتړ خپل کړی، روسان دوه مخي لوبه مخ ته وړي، له یوې خوا د طالبانو ملاتړ کوي له بلې خوا غواړي د هغو ځینو جنګسالارانو په دې نوم چې لږکي دي ملاتړ وکړي چې تر پرونه یې همدا مظلوم ملت باندې هیڅ ډول رحم نه دی کړی.

روسیه په نویمه لسیزه کې یو پیاوړی نظامي او اقتصادي قدرت و، اوس د تر ټولو پیاوړو اقتصادي هېوادونو په لیکه کې امریکا لومړی ځای لري. پتيل شوې چې راتلونکو درو لسیزو کې به چین، هند او اندونیزیا د نړۍ د پیاوړو اقتصادې هېوادونو قطار سر ته پورته شي. د دریمې نړۍ اکثره کمځواکه او بې وزلې هېوادونه په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د ځواکمنو او بډایه هېوادونو تر لاس لاندې دي.   

د شوروي اتحاد وروستني پوځیان له افغانستانه وځي

موږ په ۱۹۸۹ز کال کې شوروي اتحاد ته هم د لوېديځ په مالي او نظامي ملاتړ ماتې ورکړه او نن ورځ هم دا هڅې کېږي چې امریکا ته د روسیې او چین په شمول د ختیځو هېوادونو په ملاتړه ماته ورکړل شي. افغانستان د زمبابوې په څېر یو بې وزله او کمځواکه هېواد دی چې کمزوری او اداري فساد کې ککړ دولت یې خپل بېچاره ملت له شته فرصتونو څخه د اغېزناک مدیریت او رهبرۍ پرمټ د هوساینې لورې ته نه دی بېولی. پر دې ستونزه سربیره افغانستان یو خطرناک ځمکنی او جیوسټراټيژیک موقیعت لري، که څه هم زموږ هېواد په دوامداره توګه ستراتيژيک اهمیت نه لری، خو د ګاونډیو هېوادونو ورسره د جغرافیايي غچ، منابعو او ناسالمو سیاستونو په سبب ورسره ستراتيژيکه لانجه روانه کړې چې هره ورځ یې افغان ملت پر وړاندي لږ تر لږه ۳۰ وګړي قرباني ورکوي.

زموږ مشران چې کله نړیوال سیاسي او اقتصادي ټرایبیون ته ودرېږي، وايي چې موږ د نړیوالې ترهګرۍ قرباني یو، دا سمه ده چې زموږ د لانجې یوه برخه به د نړیوالې ترهګرۍ څخه سرچینه اخلي، خو زموږ اساسي ستونزه د سالم او ځواکمن دولت نه شتون دی، چې ګاونډیان مو څه غواړي، هغه کولای شي.

هغه پرونۍ روسیه چې بې تفکیکه یې زموږ پر بېچاره خلکو بې رحمه بمونه غورځول، د تور او سپین توپیر یې نه کاوه، نن ورځ ددې اسکېرلي ملت له لږکیو سره خپله خواخوږي ښيي. د نړۍ اکثره خلک د خپل ملت او خلکو په ګټه پوهېږي، خو له ډېره بده مرغه چې زموږ سیاسي شعور د فردي ګټو تر محوره محدود پاتې دی.

نویمه لسیزه کې د افغان جهاد پر مهال همدا افغان ملت چې نه پکې د لږکیو او قومي سیاستونو خبره مطرح وه، نه یې هم د روسانو پر وړاندې د جهاد په برخه کې هیڅ دریغ وکړ، نن ورځ یې د سیمې پر هېوادونو سربیره نړیوال قدرتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره په یو او بل نوم باندې ځان ته کشوي.

په کور دننه چې کومې لانجې رواني دي، ټول د قدرت غوښتنې په سبب دي، هیڅوک د ملت او خلکو غم نه دي اخیستي. په نسبي توګه چې د خلکو په قربانیو یو کمځواکه نظام جوړ شوی بهرنیا یې له دباندي په مستیقمه او له دننه د خپلو ګوډاګیانو پر مټ وهي او خپلو اهدافو ته له دې لارې ځان رسوي. د بهرنیانو او دولت په پیسو چاغ شوي، نن ورځ دولت ته چلنج ورکوي. خلک دې خپل ګرېوان ته سر کښته کړي، قضاوت دي وکړي، چې دې ټوپکیانو په میلیونونو ډالر له کومه کړل؟ ایا دوی د افغان مظوم ملت غم اخیستي که د خپلو څوکیو؟ پر موږ یې د دنیا ټول خواږه حرام کړي، خو اولادونه یې په غرب کې خوږ ژوند لري، زده کړي کوي او سبا به د همدې قاتلانو اولادونه په نیکټايي کې پر موږ رهبري کوي.  

په نږدې پاکستان کې چې له تېرو څلورو لسیزو پکې د حکومت ۷۰ سلنه بیروکراسي د پنجاب په لاس کې ده، د پښتون او بلوچ په شمول یو یې هم د خپل حق ننګه نشي کولای، ولي د ولسواکۍ کوم حامي هېواد پیدا نشو چې د پاکستاني پوځ او څارګرو ته ووايي چې د بې عدالتۍ له دې روان حالته لاس واخلي. دلته خبره د کمځواکو او نسبتاً ځواکمنو هېوادونو ده، پاکستان زموږ په پرتله ځواکمن دی، ځکه نو؛ روسیه ترې غوښتنه نه کوي، چې د خپلو لږکیو د حقونو قدر وکړي.

ګورو چې روسیه په ښکاره د یاغیانو او زورواکو ملاتړ کوي. افغان دولت په ځانګړې توګه حکومت ته په کار ده، چې له بهرنیانو سره جدي او رڼې خبرې وکړي. که په دې خاوره کې د ولسواکۍ خبره کېږي، باید لومړی قانون پر زورواکانو تطبیق شي. هر څوک چې د دولتمشر حکم نه مني، هغه دا نظام او اساسي قانون هم نه مني. هغه پردی پال ياغي دی. باید د قانون په چوکاټ کې ورسره جدي برخورد وشي.

له دې پرته به دا ناوړه، خطرناکه او پړسېدلې پروژه نوره هم و پړسېږي. روسیه په ښکاره د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي. د ولسواکۍ په نوم غواړي د خپلو شومو موخو لپاره د جنګسالارانو ملاتړ وکړي او د احساساتي ځوانانو له احساساتو ګټه پورته کړي. ښايي نور ګاونډي هېوادونه هم په روان حالت خوښ وي او په پټه ددې پروژې د لا خطرناکه کېدو او ځواکمنتیا لپاره همکاري وکړي. ددې ډول بحراني حالت کابو کېدل که څه هم د قانون په چوکاټ کې د حکومت دنده ده، د امریکا موجودیت په دې معنی دی چې په ورته بحراني حالاتو کې د یوه همکار هېواد په توګه مداخله وکړي او د قانون تطبیق ته لاره هواره کړي. پرې نږدې چي د روسيي په څېر نور هېوادونه هم د افغان حکومت خپل منځي ستونزو ته پکی ووهي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *