تاند- د روسیې استخباراتي اداره غواړي چې د دولتي مالوماتو د ساتنې یا نه افشا کېدو په خاطر د کمپیوټر پر ځای له ټایپ څخه کار واخلي.
د روسیې د فدرالي امنیت اداره، چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د امنیت ساتنه یې هم په غاړه ده، په پام کې لري چې په کریملین ماڼۍ کې د کمپیوټر په وسیله دولتي اسناد په عادي ټایپ ماشین ولیکل شي څو د دغو اسنادو د افشا کېدو مخه ونیول شي.
په روسیه کې دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د سي آی اې مامور ایډورډ سنوډن، چې روسیې ته یې پناه وړې ده، د امریکا له لوري د نړۍ د مشرانو د خبرو اورېدا افشا کړه. دغه راز ویکي لیکس د امریکا ځیني پټ رازونه افشا کړل.

که څه هم ګومان کېږي چې سنوډن به روسانو ته ځیني رازونه افشا کړي وي خو د روسیې استخباراتي اداره وايي چې له یو کال پخوا څخه یې د کمپیوټر پرځای له عادي ټایپ څخه د دولتي اسنادو د ټایپولو پرېکړه کړې وه او په دې منظور یې اوس د ټایپ له جوړوونکو کمپینو څخه په مناسبه بیه د ټایپونو غوښتنه هم کړې ده.
ایډورډ سنوډن څرګنده کړې وه چې امریکا په لندن کې د روسیې د اوسني صدراعظم او پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف خبرې په پټه اورېدلې وې.