تاند، جمعه، د دلوې ۲۵مه: د روسیې د باندنیو چارو وزارت وايي، چې نور په افغانستان کې د امریکا د حضور دوام ته اړتیا نشته.
د مسکو له نظره نور باید افغانان خپله د مېز تر شا کیني او خپل سرنوشت په خپله وټاکي.
د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروا وايي، چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند جوبایډن د افغانستان وضیعت نه منفي برداشت اخیستی، په داسې حال کې چې افغانستان یو واحد هېواد دی.
نوموړې وايي د امریکا د یوه مهم مشر دغو څرګندونو ځکه حیران کړي، چې امریکا په افغانستان کې د دیموکراتیک دولت د جوړېدو او ترهګرۍ سره د مبارزې ژمنې کړي خو ټول اقدامات یې ناکام وو.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې افغانستان هېڅکله واحد ملت نشي کېدای او په دې برخه کې پانګونه بې ګټې ده.
دده خبرې په کور دننه او بهر له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.
جوبایډن که د امریکا داخلی اختلافات ( د مرکز اوولایاتو ترمنځ )درست تحلیل کړی نو آمریکا هم یو واحد ملت نه دی او د تجزیی خواته روان دی ، خو افغانستان داسی نه دی افغانستان د امریکی د ایجاد نه مخکی یو واحد ملت ؤ ، افغانستان به همیشه یو واحد ملت وی