تاند، چهارشنبه، د حوت ۱۴مه: روسیه وايي چې په هلمند ولایت کې پر طالبانو د متحده ایالاتو هوایي بریدونه د سولې له موافقې سرغړونه ده.

امریکایي ځواکونو ویلي، نن یې په هوایي برید کې طالبان ځکه په نښه کړل چې هلمند کې یې پر امنیتي پوستو مسلسل بریدونه روان کړي وو.

خو دغو بریدونو ته په ځواب کې د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویلي چې دغه برید د سولې تړون څخه سرغړونه ده.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت زیاته کړې چې طالبانو تر دې دمه له متحده ایالاتو سره د سولې هوکړې ته غاړه ایښې وه او په افغانستان کې یې امریکايي سرتیري په نښه نه کړل.

بلخوا ننني برید د طالبانو د قطر سیاسي دفتر نرم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دغه ډله د سولې د هوکړې ټولې مادې یو په بل پسې عملي کوي تر څو د جګړې د زیاتوالي مخنیوی وشي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې امریکا باید د سولې دهوکړې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یوسي تر څو دایمي سولې ته زمینه برابره شي.

One thought on “روسیه: هلمند کې پر طالبانو د امریکا برید د سولې له هوکړې سرغړونه ده”
  1. داسی معنا ورکوی چی یاد پلان د جنګ امریکا+روسیه+پاکستان تړلی وو ترڅو په دولت فشار راوړی او ۵۰۰۰ بندیانو خوشی کولو ته چی پدی ۱۹ کلنه دوره کی د دوی د نیولو کی نظامی ځواکونه ځانونه قربان کړل بیا دا معنا ورکوی چی دلته که خارجیان وژل کیږی بیا د ټولو بین المللی قوانینو خلاف دی که افغانی وژل کیږی یعنی هیڅ تر پرونه همدی امریکا د روسیی په خلاف د پاکستان په ذریعه ۷ یا ۸ جنګی ډلو ټپلو مالی او نظامی او همدارنګه یی سیاسی ملاتړ کولو مګر نن چی حالاتو ته ګورو همدا روسیه بیرته خپل غچ اخلی مګر وژل کیږی افغانان

    کچیری امریکا پدی پوهیږی او ملګری ملتونه هم پدی خبر وی یا پوهیږی چی پآکستان دلته د بشر وژنی کی له جنګی ډلو سره مرسته کوی ولی نړیوال بشری حقوق سازمان خپل غږ نه پورته کوی

    مګر کچیری په افغانستان کی یوه ښځه چی له کور څخه تیښتی کوی یا بله ناوړه غیر اسلامی کړنه کوی او د کورنی له لوری عکس العمل ښودل کیږی بیا همدا بشر حقوق سازمان یی په وړاندی غبرګون ښیی مطلب دا چی په افغانستان کی ښځی بشر حقوق حقداری ګڼل کیږی مګر نارینه افغانان بیا قابل د وژلو بولی ځکه چی هیواد او اسلام اوهمدارنګه هیوادنی ګټی را باندی ګرانی دی
    ولسمشر باید منحیث د مسؤل او نماینده ددی ولس او ددی خاوری ټولو نړیوالو او ځانګړی ډول امریکا ته ووایی چی ولی د پاکستان په وړاندی چوپه خوله او پدی هم پوهیږی چی پاکستان پدی ۴۰ او ۱۹ کلنه جنګی دوره کی له جنګی ډلو مالی او نظامی ملاتړ کړی او کوی ولی تاسی چوپ یاست

    کچیری ولسمشر پدی پوه وی چی نړیوال د افغان ولس اوافغان دولت غږ ته غوږ نه نیسی نو سر له سبا دی له پاکستان هر ډول سیاسی او اقتصادی او تجارتی اړیکی تر ټاکلی مودی یعنی دوه میاشتی یا یو کال لپاره ودروی او خپل ټوله تکیه په شمالی ګاونډی هیوادونو او ایران سره زیاته کړی چی پاکستان پر ځای امریکا او برتانیه او چین در را منډه کړی او پښو کی دی ولویږی

    موږ باید سیاست د ولس د وژلو په وړاندی بهتر ونه ګڼو پاکستان تل افغان ولس وژنی او په کنړ او جلال آباد باندی توغندی بریدونه کوی همدا نظامی او ستراتیژیک متحدین بړقی بړقی ګوری مګر دومره ورته نه وایی چی څه کوی او ولی کوی
    کچیری نوی امریکایی چارواکی په رښتیا له بوش یو ضرب العجل ورته ورکړی نو عمران خان او باجوه به ټول طالبان لاس تړلی امریکا یا افغان دولت ته تسلیم کړی ځکه پآکستان د پیسو او ډالرو په وړاندی ایمان نلری

    او دا تیر تاریخ ثابته کړی او شک پکی نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *