د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، د امریکا حکومت باید په قطر کې له طالبانو سره د خپلو خبرو جزییات له دوی سره شریک کړي.

د افغانستان په چارو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي ضمیر کابلوف وویل، په دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو د خبرو د جزییاتو په اړه د خبرو لپاره به ژر واشنګټن ته لاړ شي.

ده زیاته کړه«موږ د امریکا له حکومته هیله لرو چې له طالبانو سره په خبرواترو کې د شوي پرمختګ په اړه معلومات له موږ سره شریک کړي.»

په کابل کې د روسیې سفارت هم خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د امریکا هرراز موافقه باید شفافه او د افغانستان د حکومت او د سیمې د هیوادونو لپاره د منلو وي.

د افغانستان حکومت هم په دې خاطر چې امریکا له طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو جزییات پټ ساتلي نارضایتي ښکاره کړې ده.

خو زلمي خلیلزاد پرون /دوشنبه/ په یوه ټویټ کې ولیکل چې ژر به له خپلو متحدانو سره د خپلو خبرو پر جزییاتو وږغېږي. (تفصیل)

په قطر کې د امریکا او طالبانو وروستۍ خبرې، چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ، یو مخ پټې وې او د امریکايي رسنیو پر اساس دواړو خواوو ژمنه کړې وه چې د خپلو خبرو جزییات به د خبرو له سالونه دباندې نه باسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *