تاند- روسیې نن /شنبه/ وویل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني موافقه کړې چې د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ته یو پلاوی ولېږي.
مسکو تر دې وړاندې طالبانو او له حکومته دباندې یو شمېر افغان سیاستوالو لکه حامد کرزي او عطا محمد نور ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې او هغوی په دې غونډه کې ګډون ته تیاري ښودلې ده.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس د راتلونکې جمعې په ورځ جوړ شي.
پخوا دا کنفرانس څو ځلې ځنډول شوی دی او ظاهراً د ځنډ علت یې دا و چې د افغانستان حکومت کنفرانس ته د خپلو استازو لېږلو ته تیاري نه ښوده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه کړې چې د سولې د عالي شورا پلاوی د مسکو غونډې ته ولېږي.
دا وزارت همداراز وايي چې د لومړي ځل لپاره به د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی هم په یوه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.
هند، ایران، چین، قزاقستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او امریکا هم دې غونډې ته بلل شوي دي.
امریکا پخوا ویلي و چې د مسکو کنفرانس ته استازی نه لېږي. خو دا ځل یې تر دې دمه ځه نه دي ویلي.
روسیه وايي چې د افغانستان مسله له سیاسي حله پرته بله لار نه لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان د مسلې په هواري کې له یو بل سره همکاري وکړي.