تاند- روسیه وايي چې له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په سوریه کې د پوځي عملیاتو په لړ کې ۱۱۲ تنه روسي پوځیان وژل شوي چې دا په اتیایمه لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځ د یرغل د تلفاتو په پرتله خورا لږ دي.
د روسیې د فدرالي شورا د دفاع او امنیت د کمېټې ريیس ویکتور بونداریف په یوه خبري غونډه کې وویل، له کله چې روسي پوځیانو په سوریه کې عملیات پیل کړي، تراوسه پورې ۱۱۲ روسي پوځیان وژل شوي دي.
ویکتور بونداریف دا خبره سوریې ته د روسي پوځیانو د استولو او په دې هیواد کې د اسد د رژیم په ملاتړ د پوځي عملیاتو د پیلولو د درېمې کالیزې په مناسبت وکړه.
د ده په وینا په ۱۱۲ تنه وژل شویو روسي پوځیانو کې نیمايي د دوو الوتکو (این ۲۶ او ایل ۲۰) د غورځېدو په پېښو کې مړه شوي دي.
د سوریې په جګړه کې تراوسه پورې د روسیې ۸ جنګي الوتکې، ۷ هیلي کوپترونه او ډېر شمېر توپونه او نورې درنې وسلې ویجاړې شوې دي.
ښاغلي بونداریف د سوریې جګړه د افغانستان له جګړې سره د پرتله کولو په مهال وویل، د افغانستان د جګړې په لومړیو ۳ کلونو کې ۴۸۰۰ روسي پوځیان ووژل شول، ۶۰ ټانکونه، ۴۰۰ توپونه، ۱۵ الوتکې او ۹۷ هیلي کوپترونه ویجاړ شول.
د افغانستان په لس کلنه جګړه کې، چې د ۱۹۷۹ په دسمبر (د جدي ۶) پیل شوه او د ۱۹۸۹ تر فبرورۍ پورې یې دوام وکړ، شاوخوا ۱۵ زره شوروي پوځیان وژل شوي او نژدې ۶۰ زره ژوبل شوي دي.
ویل کېږي چې شاوخوا ۲ ملیونه افغانان هم په دې جګړه کې وژل شوي او کابو ۶ ملیونه کډوال شول چې لا هم څو ملیونه یې بېرته خپل هیواد ته نه دي راغلي.