تاند- د روسیې د مخدرو مواد د کنټرول فدرالي اداره وايي چې د داعش یا اسلامي دولت سخت دریځه ډله د افغانستان د هیروینو عواید ترلاسه کوي.

د روسیې د مخدرو موادو د کنټرول د فدرالي ادارې د مشر ویکتور ایوانوف، چې څرګندونې یې د چهارشنبې په ورځ د روسیې په رسنیو کې په پراخه پیمانه خپرې شوي، ویلي چې د افغانستان د هیروینو پراخ ترانزیت د اسلامي دولت د وسله والې ډلې لپاره په یوې نوې مالي سرچینې بدل شوی او دا ډله له دې درکه زیاتې پیسې ترلاسه کوي ځکه چې د افغانستان نیمايي هیروین د عراق او ځینو افریقايي هیوادونو له لارې اروپا ته ځي.

ایوانوف همداراز وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور به په دغه هیواد کې د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو د ودې سبب شي.

د روسیې د مخدرو موادو د کنټرول د فدرالي ادارې مشر یادونه وکړه چې د امریکا متحدو ایالتونو مخکې لا اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر کمول یې تر ۲۰۱۵ پوري ځنډولي دي.

ده زیاته کړه:«دا ښکاره ده چې په افغانستان کې د مخدرو موادو د پراخ تولید له مخنیوي پرته په دغو هیوادونو کې د شخړو د حل کولو په اړه د څه ویلو ځای نشته.»

د سږ کال په اکتوبر کې د هسپانیا استخباراتو وویل چې د اسلامي دولت او نورو سخت دریځو ډلو د اروپا څانګې په عراق او سوریه کې د جګړې د تمویل لپاره د مخدرو موادو له غیر قانوني کاروباره ګټه اخلي.

د نیوزویک مجلې د راپور پر اساس د هسپانیا استخباراتي سرچینو وویل چې په دغه هیواد کې هم سخت دریځې ډلې له هغو لارو څخه چې د مخدرو موادو د قاچاق لپاره ترې کار اخیستل کېږي، د اروپايي اتحادیې له هیوادونو څخه عراق او سوریې ته وسلې او جنګیالي لېږي.

نیوزویک په کویلیم بنسټ (QuilliamFoundation) کې د سخت دریځۍ ضد د متخصص هراس رفیق په قول، وویل چې غیرقانوني تجارت اسلامي دولت ډلې ته له القاعده شبکې څخه په میراث ورپاتې شوی دی.

ویل کېږي چې د القاعده، طالبانو او الشباب په شان تروریستې ډلې د مخدرو موادو له کاروباره پیسې ترلاسه کوي.

د سږ کال په مې میاشت کې استرالیايي جنګي بېړۍ له خپل ساحله لېري په یوې قاچاقي بېړۍ کې ۴۰۰ کیلوهیروین ونیول.

د دغو هیروینو بیه په بازار کې ۱۳۲ ملیون ډالرو ته رسېده. د استرالیا د جنګي بېړۍ قومندان «تیري موري سن» وویل چې د دغو هیروینو په کشفولو یې د تروریستانو، القاعده، طالبانو او الشباب په شمول د جنایتکارانو لاس ته د زیاتو پیسو د ورتلو مخه ونیوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *