تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن /شنبه/ وویل، د افغانستان امنیتي وضعیت د ډېرې اندېښنې دی ځکه چې د دغه هیواد بېلابېلو سیمو ته تروریستی بریدونه خپاره شوي دي.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخارووا وویل، د افغانستان پر دولتي مرکزونو او امنیتي ځواکونو د طالبانو د لویو ډلو له لوري حملې کېږي چې په نتیجه کې یې ډېرې مرګ ژوبلې پېښېږي.

دې وویل، په وروستیو کې په بدخشان، غزني، لوګر، کندوز، ننګرهار او اروزګان کې پر دولتي هدفونو حملې شوي چې په لړ کې یې زیات شمېر ملکیان او دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

اغلې زاخارووا په دوام کې وویل، ترهګرو د سپټمبر د افغانستان د دفاع وزارت ودانۍ ته نژدې برید وکړ، په همدغه ورځ د یوې نړیوالې مرستندویې موسسې (پاملرنه) پر دفتر برید وشو چې په دواړو حملو کې ۴۰ تنه ووژل شول او ۱۰۰ نور ژوبل شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې وویل، مسکو دا تروریستي بریدونه په کلکه غندي، هیله لري چې د دغو بریدونو عاملانو ته سزا ورکړای شي او د افغانستان حکومت هم د پلازمېنې او نورو سیمو د امنیت لپاره لازمه اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *