تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو لېواله دی چې پر افغانستان له ناټو تړون سره د ګډو پروژو په اړه غور وکړي.
د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې رييس دا خبره نن /دوشنبه/ وروسته له دې وکړه چې د دغه وزارت په وینا له لوېدیځ ايتلافي ځواک څخه یې د دا ډول پروژو په اړه اشارې ترلاسه کړې.
زامیر کابلوف ریاناووستي خبري اژانس ته وویل«یقیناً داسي اشارې شوي، خو یوازې اشارې او یوازې الفاظ دي، موږ تراوسه پوري د ناټو له لوري عملي ګامونه نه دي لیدلي. دوی وايي افغانستان داسي شریکه موضوع ده چې دواړو هم ناټو او هم روسیې ته د اندېښنې وړ ده، او موږ باید په یو نه یو ډول په ګډه کار وکړو. اجازه راکړئ چې بېرته هغو پروژو ته وګرځو چې پخوا موږ پرې خبرې کړې وې او تاسو، ناټو، وځنډولې.»
تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سپوتنیک ته په مرکه کې وویل«کابل د افغانستان په اړه د درو خواوو په ګټه د ناټو او روسیې د همکاریو د بیا پیلېدو هیله لري.»
کابلوف وویل، د څو زره ځواکونو په لېږلو له تروریزمه د افغانستان له ساتنې سره مرسته نه شي کېدای.
ټاکل شوې وه چې امریکا د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د روسیې جنګي هیلي کوپتري په بیه رانیسي خو د اوکراین پر سر د دواړو خواوو اختلاف سبب شو چې د امریکا کانګریس پر روسیې بندیزونه ولګوي او د امریکا په پیسو له روسیې څخه افغان ځواکونو ته د هیلي کوپترو د رانیولو مخه ونیول شي.
روسیه په افغانستان کې د طالبانو او نورو سختدریځو پر قوت اخیستو زیاته اندېښنه ښيي خو عملاً یې د سختدریځو ډلو پر ضد د جګړې لپاره افغانستان ته وړیا مرسته نه ده ورکړې.