تاند- روسیه وايي چې په مسکو کې روانه اوونۍ د افغانستان د حکومت د وسله والو او سیاسي مخالفانو غونډه د روسیې له حکومت سره تړاو نه لري او نه دا غونډه د روسیې حکومت بللې ده.
په کابل کې د روسیې سفارت پرون /شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا غونډه په روسیه کې د یو شمېر دېره افغانانو په نوښت جوړېږي او د روسیې حکومت په هغې کې هیڅ راز رول نه لري.
تر دې مخکې ویل شوي و چې دا غونډه د مسکو د تېر کنفرانس په دوام کې د افغانستان د سولې لپاره د روسیې د هلوځلو د یوې برخې په توګه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په نوښت بلل شوې ده.
په کابل کې د روسیې د سفارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په دې غونډه کې به د روسیې د حکومت او دولت هیڅ چارواکی او نه هم د کوم بل هیواد کوم استازی ګډون وکړي.
پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت الله احمدي رسنیو دا غونډه یوه ډرامه وبلله، او ویې ویل ته چې د افغانستان حکومت په دې ډول غونډو کې ګډون نه کوي ځکه چې د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.
تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د فبرورۍ په پنځمه او شپږمه به د افغانستان په اړه په مسکو کې کنفرانس جوړ شي.
ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې، چې مشر مېلمه یې د طالبانو د قطر مخکینی مشر شېرمحمد عباس ستانکزی دی، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، محمد محقق او عطا محمد نور هم ګډون وکړي.