د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده

تاند- روسیې په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت پر زیاتېدو او د دغه هیواد د حالاتو پر خرابېدو اندېښنه ښکاره کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې حالات مخ په خرابېدو دي، د ترهګرو او سرزورو ډلو له لوري وسله والې حملې ډېرې شوي دي او په دې روسیه اندېښمنه ده.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویندویې زیاته کړه، یوازې د فبرورۍ په اووه ویشتمه په افغانستان کې دوې انتحاري حملې وشوې چې په یوه تروریستي حمله کې په کابل کې ۱۵ تنه ووژل شول او ۳۱ نور ژوبل شول.

دې همداراز وویل چې د دې تروریستي حملې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.

دې د دوهمې حملې په اړه، چې د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې وشوه، وویل چې په دې تروریستي حمله کې تر ۵۰ تنو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

اغلې زاخارووا د تروریستي بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل:«ښکاره ده چې د تروریستي فعالیتونو زیاتېدا د افغانستان د حکومت او د دولت د وسله والو مخالفو ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره د مناسبو شرایطو برابرېدا له ستونزو سره مخامخوي.»

دې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ډله وځپله او اصلي مرکز یې (اچین) ورڅخه ونیوه. روسیه تر طالبانو هم له داعشه زیاته اندېښمنه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې د خپلو څرګندونو په دوام کې د هغو راپورونو په اړه چې پر اساس یې ویل شوي چې روسیه د افغانستان په مسله کې له امریکا سره همکارۍ ته لېواله نه ده، وویل:«دا ادعاوې او اوازې، چې په وروستیو کې ډېرې شوي دي، یوه هدفمنه او قصدي هڅه ده او غواړي چې په دې توګه روسیه د افغانستان د اوسني وضعیت مسووله وبولي.»

دې دا هم وویل چې امریکا، ناټو او ځینو لوېدیځو هیوادونو په یو اړخیز ډول د ۲۰۱۴ م کال له اپریل څخه له مخدرو موادو او تروریزم سره په مبارزه کې د افغانستان د مرستې په برخه کې له روسیې سره د ګډو پلانونو اجرا ځنډولي ده.

دې وویل چې روسیه د افغانستان د حالاتو په اړه په هر جوکاټ کې خبرو ته تیاره ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویه دا خبرې وروسته له دې کوي چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازي زامیر کابلوف په وروستیو ویلي و چې روسیې له طالبانو سره تماسونه نیولي دي.

————-

اړوند خبرونه:

روسیه د افغانستان په اړه له امریکا سره همکاري بس کوي

کابلوف: داعش به افغانستان ته په لوی خطر بدل شي

د روسیې او طالبانو نژدې کېدونکې اړیکې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *