تاند- روسیه وايي، د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په کنفرانس کې یې ۱۱ هیوادونو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، د مسکو د کنفرانس اصلي هدف په افغانستان کې د ملي پخلاینې له بهیر سره مرسته او په دې هیواد کې د سولې او ثبات ټینګښت دی.
د روسیې د باندنیو چارو وزارت په وینا په مسکو کې د افغانستان کنفرانس په ۲۰۱۷ م کال د افغانستان، ایران، روسیې، پاکستان، چین او هند د ۶ هیوادونو د سلامشورو پر اساس تاسیس شو او راتلونکې میاشت به د دې کنفرانس دوهمه غونډه د طالبانو په ګډون جوړه شي.
د مسکو لومړی کنفرانس د افغانستان او روسیې په ګډه مشرۍ جوړ شوی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مسکو په دوهم کنفرانس کې امریکا او طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړای شوې ده.
روسیه وايي چې د طالبانو د قطر دفتر ته یې بلنلیک استولی او راپورونه وايي چې طالبانو موافقه کړې چې د مسکو په کنفرانس کې به ګډون وکړي.
دا به لومړی ځل وي چې طالبان د افغانستان په اړه په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.
پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف تایید کړه چې طالبان یې د مسکو په غونډه کې ګډون ته بللي دي.
روسیه د طالبانو د ملاتړ په اړه ادعاوي ردوي او وايي چې دا ډله د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته هڅوي.