تاند- روسیه وايي، د افغانستان د تخار ولایت د درقد ولسوالي په هوايي حمله کې د روسیې پوځ لاس نه لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې دفاع وزارت نن /دوشنبه/ وویل چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د افغانستان پولې ته نژدې هیڅ راز هوايي عملیات نه دي کړي.
تر دې مخکې نن دوو افغان چارواکو وویل چې د تاجکستان یا روسیې یوې جنګي الوتکې د وسله والو کسانو او د تاجکستان د پوله ساتو ترمنځ د جګړې په ترڅ کې پر وسله والو بمباري وکړه چې په لړ کې یې ۶ تنه ووژل شول.
د تخار د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي.
خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د تاجک پوله ساتو او قاچاقبرانو ترمنځ نښته شوې او ورپسې د تاجکستان جنګي الوتکو بمباري کړې ده.
مجاهد په عین حال کې ویلي چې په دې اړه تحقیقات کوي ځکه چې طالبان اجازه نه لري چې د ګاونډیو هیوادونو له ځواکونو سره جګړه وکړي.
خو د تخار د والي ویندوی وايي چې په بمبارۍ کې ۶ تنه وژل شوي کسان وسله وال طالبان او د مخدرو موادو قاچاقبران دي.