تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازی وايي چې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو او د هغه پر ځای د هبت الله اخوندزاده له ټاکل کېدو وروسته له طالبانو سره تماسونو ته دوام ورکوي.
زامیر کابلوف د روسیې له ایزویستیا ورځپاڼې سره په مرکه کې په غیر مستقیم ډول د امریکا له لوري د منصور پر وژل کېدو انتقاد وکړ، ویې ویل، که څه هم اخوندزاده نرمدریځي ګڼل کېږي، خو پوځي قوماندان نه دی او غالباً په خپله له جنګي چارو سره کار نه لري او د دې نتیجه به دا وي چې د سراج الدین حقاني او ملا قیوم ذاکر په شان کسان د جګړې برخلیک وټاکي.

ده همداراز وویل:«موږ په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر د پرمخ بېولو او د روسیې د ملي امنیت د ټینګښت لپاره تماسونو ته دوام ورکوو.»
د منصور له وژل کېدو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زخروف د طالبانو د مشر د وژل کېدو د منفي پایلو په وړاندې امریکا ته خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې دا پېښه به افغانستان لا زیات بې ثباته او طالبان لا ډېر سختدریځي کړي.
دې د افغانستان په اړه د امریکا پر پالیسۍ نیوکه وکړه، ویې ویل«له بده مرغه په تکرار لومړی له یوې ډلې سره خبرې کوي او بیا مذاکره کوونکي وژني.»
د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته پاکستاني او ځینو غربي رسنیو وویل چې منصور له ایران څخه کوټې ته روان و چې یا د مشرتابه شورا پکې غونډې کوي.
ځینو رسنیو ادعا کړې چې منصور په ایران کې له زامیر کابلوف او د سپاه پاسداران له قوماندانانو سره کتلي و.
ایران ویلي چې منصور هیڅکله دغه هیواد ته نه دی ورغلی خو روسیې په دې اړه تازه څه نه دي ویلي مګر پخوا یې ویلي و چې له طالبانو سره تماسونه لري.
له بلې خوا د روسیې د سیمه ییزو چارو د انستیتیوت عمومي رييس دیمیتري ژوراولف هم ایزویستیا ورځپاڼې ته ویلي چې ممکن طالبان یوه ورځ د سولې خبرو ته حاضر شي خو د دې معنا به خامخا دا نه وي چې هغوی به سوله او پخلاینه مني.
د ښاغلي ژوراولف په وینا، هبت الله اخوندزاده د طالبانو دریځ بدلولی نه شي او له بلې خوا په پاکستان کې یو شمېر کسان (چارواکي) غواړي چې افغانستان بې ثباته وي.
ګرانه په پښتو کی یو مشهور متل ده وایی غوا توره خو شیدی یی سپینی په دی نن هر څوک پوهیږی چی ملامنصور چا او ولی مړ کړو په دی وروستیو کی ملا منصور غوښتل چی د سولی په خبرو کی ګډون وکړی خو امریکا او پاکستان نه غواړی چی په که
افغانستان کی سوله راشی او هرڅوک چی د سولی پلوی کوی هغه کسان د همدی دوو هیوادو له خوا یا وژل کیږی او یا نیول کیږی
که نن ملا هیبت الله سولی ته میلان وښیی سبا ته به یا نیول شوی وی او یا به مړ وی او په جنګ کی هم مری خو فرق یی داده چی په جنګ کی کیدای شی څو ورځی ژوندی پاتی شی او په سوله کی یوه ورځ هم ژوندی نه پاتی کیږی نو ځکه یی له سولی څخه جنګ غوره بللی ده