د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د دې هیواد کورنۍ چاره ده او مسکو د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ نه کوي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د هغو وروستیو راپورونو یادونه وکړه چې پر اساس یې ویل شوي وو چې روسیه د افغانستان د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د دې هیواد د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمدحنیف اتمر ملاتړ کوي.

د تاس پر اساس، په راپورونو کې ادعا شوې وه چې روسیې د ښاغلي اتمر د انتخاباتي کمپاین لپاره ۶۰ ملیون ډالره ځانګړي کړي دي.

محمد حنیف اتمر

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دیپلوماتانو ویلي«موږ په پوره مسوولیت وایو چې روسیه د افغانستان د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د هیڅ ځانګړي کاندید ملاتړ نه کوي. موږ انتخابات د افغانانو کاملاً کورنۍ چاره بولو. په عین وخت کې موږ د افغانستان حالات څارو او تمه لرو چې اوسنۍ سیاسي پروسه به د ټینګې سولې او ملي پخلاینې سبب شي.»

د روسیې د باندنیو چارو وزارت یادونه کړې د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندید د ملاتړ په اړه په راپورونو کې باوري ثبوت نه دی وړاندې شوی او د دې پر ځای د اوازو او ګومانونو پر اساس خپاره شوي دي.

One thought on “روسیه وايي، د هیڅ افغان کاندید ملاتړ نه کوي”
  1. FOR RUSSIA NO MORE PLACE IN AFGHANISTAN.

    TODAY RUSSIA AND FORMER SOVIET UNION ARE THE SAME SHEETS.
    RUSSIA HAVE BLACK AND BAD PAGE IN AFGHANISTAN HISTORY.
    DEATH ON RUSSIA AND SOVIET UNION FORMER.
    CURRENT WAR IS BEGIN FROM
    FORMER SOVIET UNION OR TODAY RUSSIA,

    ZENDA BAD AFGHANISTAN

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *