تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تایید کړه چې طالبان به د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي ادارې دوهم ريیس ضمیر کابلوف د روسیې نووستي خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو استازي به د افغانستان په اړه د مسکو په نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

د کابلوف په وینا مسکو هیله لري چې طالبان د سپټمبر په ۴ مه /د سنبلې ۱۳/ د افغانستان د حالاتو په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو دې ډلې تر دې پخوا د افغانستان په اړه په نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې ګډون نه دی کړی یا بلل شوي نه دي.

که څه هم نووستي خبري اژانس وايي چې په روسیه کې د افغانستان سفیر عبدالقیوم کوچي ورته ویلي چې د افغانستان حکومت د مسکو په غونډه کې د طالبانو د استازو له ګډون سره مخالفت نه لري خو د افغانستان د حکومت یوې سرچینې تاند ته وویل، روسیه غواړي چې په دې توګه طالبانو ته سیاسي اهمیت ورکړي.

دې سرچینې په عین حال کې وویل چې د کابلوف پر خبرو ډېر باور نه کېږي ځکه چې نوموړي تر دې پخوا هم ځینې خبرې کړي چې نورو روسي چارواکو نه دي تایید کړي.

خو په وروستي یو کال کې هم افغان او هم امریکايي چارواکي روسیه له طالبانو سره په مالي او تسلیحاتي ملاتړ تورنوي.

کابلوف د سږکال په مارچ میاشت کې په زغرده وویل چې مسکو د طالبانو له مشرانو سره تماسونه لري.

ده دا هم وویل چې له طالبانو سره د مسکو اړیکې له څو کلونو راهیسې پیل شوي دي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو او طالبانو پر اړیکو د افغان او امریکايي چارواکو له انتقادونو وروسته وویل چې د طالبانو له تحریک سره د دوی تماسونه یوازې د دې لپاره دي چې په افغانستان کې د روسي اتباعو امنیت خوندي شي او دا ډله پخلاینې ته وهڅول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *