تاند- په ناټو کې د روسیې استازی وايي، په افغانستان او د دغه هیواد په شاوخوا کې د روسیې له لوري سلا مشورې او هلې ځلې د افغانستان د مرکزي حکومت په ګډون کېږي.
د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې په ناټو کې د روسیې استازي الکساندر ګروشکو د جمعې په ورځ په بروکسل کې روسي خبریالانو ته وویل:
«د مسکو مشورې د افغانستان او د سیمې د ټولو لوبغاړو (هیوادونو) له ګډونه پرته ناممکنه ده چې په افغانستان کې د روغې جوړې د حصول په برخه کې نتیجه ولري ځکه چې دا ټول بالقوه نفوذ لري.»
ګروشکو له طالبانو سره د روسیې د اړیکو پر زیاتېدو د امریکا د دفاع وزیر او ګڼو نورو امریکايي جنرالانو اندېښنې ته په اشارې وویل، ډېر هیوادونه له طالبانو سره تماسونه لري.
ده په زغرده وویل«موږ د طالبانو له غړیو سره تماسونه لرو. موږ پر دوو مسلو ورسره خبرې کوو. لومړۍ موضوع د روسي اتباعو امنیت دی. دوهمه مسله دا ده چې موږ پر دوی تاکید کوو چې د ملي پخلاینې په پروسه کې شامل شي.»
ده دا هم وویل چې د ملي پخلاینې په پروسه کې د طالبانو د ګډون غوښتنه یې د هغو اصولو پر اساس ده چې د ملګروملتو په امنیت شورا کې پرې سلا شوې ده، یعني طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني، له وسله والې مبارزې لاس واخلي، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي.