د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له تروریستي ډلو سره د مسکو د همکارۍ په اړه د الجزیرې شبکې راپور رد کړ.

الجزیرې د یکشنبې په ورځ /فبروري۲۶/ په یوه راپور کې، چې سرلیک یې و«په افغانستان کې د روسیې نوې لوبه» وویل چې روسیه له ځینو تروریستو ډلو، په ځانګړي ډول د طالبانو له تحریک سره مرسته کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ /مارچ۱/ په خپله ویبپاڼه کې د دې موضوع د ردولو په ترڅ کې لیکلي چې «د الجزیرې تلویزیون له خوا په خپور شوي راپور کې وړاندې شوي معلومات دروغ دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې ویل شوي چې د الجزیرې په راپور کې یادونه شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ویلي چې د داعش یا اسلامي دولت پر ضد د جګړې لپاره د روسیې او طالبانو ترمنځ استخباراتي معلومات تبادله شوي دي، حال دا چې نوموړي په خپله داسي خبره نه ده کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې لاوروف د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په مسکو کې له خبرو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو او ملي اردو ملاتړ وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *