تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر خاص استازی وايي، په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د سختدریځې ډلې حضور په حیرانوونکي ډول زیات شوی او دا ډله غواړي چې خپل حضور منځنۍ اسیا او روسیې ته پراخ کړي.
د ولسمشر پوتین ځانګړی استازی او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت چګپوړی چارواکی زامیر کابلوف، چې په ضد و نقیض څرګندونو مشهور دی، وايي، په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې حضور یو لوی امنیتي ګواښ دی.
«اوس په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د غړیو شمېر ۱۰ زرو ته رسېږي. یو کال پخوا د دوی شمېر سل تنه و. په یوه کال کې دومره شمېر ته د دوی زیاتېدا خورا ډېره ده.»
کابلوف د تېر کال په اکتوبر کې اټکل کړی و چې به افغانستان کې د داعش د غړیو شمېر ۳۵۰۰ تنه دی خو دا یې هم ویلي و چې د دې دلې د غړیو شمېر په چټکه زیاتېږي.
کابلوف زیاته کړه:«د داعش د افغانستان څانګه یقیناً په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا او روسیې خلاف جوړه شوې او حتي د دوی د کار او تریننګ یوه ژبه روسي ده. دوی ته د روسیې او منځنۍ اسیا خلاف روزنه ورکول کېږي.»
مسکو ګومان کوي چې د افغانستان امنیتي خواکونه یا نه شي کولی او یا نه غواړي چې د داعش سختدریځې ډله وځپي. د روسیې په باور د افغانستان حکومت زیات تمرکز پر طالبانو لري.
د روسي چارواکو په باور طالبانو هم د داعش له غړیو زیانونه لیدلي، کسان یې وروژلي یا ځان ته جذب کړي او سیمې یې ورڅخه نیولي دي.
!! روسیه غول خوري