تاند- د روسیې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ادعا وکړه چې د افغانستان په شمال کې د ګډو ګټو د خپواکو هیوادونو په پوله کې د تروریستي ډلو نژدې ۵ زره غړي راټول شوي دي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو رييس الکساندر بورتنیکوف د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو د امنیتي مشرانو په غونډه کې وویل«د افغانستان هغو ولایتونو ته چې د ګډو ګټو له خپلواکو هیوادونو سره پوله لري، د تروریستي ډلو لېږل په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ دي.
د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې له وړاندې څخه دې سیمو ته نژدې ۵۰ زره غړي استولي دي. د دغو کسانو لویه برخه د ګډو ګټو د خپواکو هیوادونو هغه اتباع دي چې په سوریه کې جنګېدلي دي.»
الکساندر بورتنیکوف وویل، په دې سیمو کې د تروریستانو ځای پر ځای کېدا په منځنۍ اسیا کې کړکېچ پراخوي. دوی په مکرر ډول د ګډو ګټو هیوادونو ته نفوذ کوي او په دغو هیوادونو کې له منظمو جنایتکارو ډلو سره یوځای کېږي چې ورسره د پولې له هغې خوا د مخدرو موادو قاچاق، او همداراز د وسلو او غیرقانوني کډوالو راتګ ډېرېږي.
روسیې پخوا د منځنۍ اسیا هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو په قوت اخیستو بېرول خو وروسته له دې چې داعش ډله پیدا شوه، د منځنۍ اسیا هیوادونو ته بیا بیا د داعش د خطر په اړه خبرداري ورکوي.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو رييس د منځنۍ اسیا له هیوادونو وغوښتل چې خپل سرحدي تاسیسات پیاوړي کړي، د مهاجرو د راتګ مخه ونیسي او د تروربیستي ډلو د ایډیالوژۍ پر ضد مبارزه تېزه کړي.