تاند- روسیه وايي، چمتو ده په افغانستان کې د حللارې د ګډ هدف لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو سره همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي زامیر کابلوف د پنجشنبې په ورځ /فبروري ۹/ تاس خبري اژانس ته وویل«موږ له خپلې خوا حاضر یوو چې د امریکا له متحدو ایالتونو او د ناټو له غړیو هیوادونو سره په افغانستان کې د ګډو هدفونو لپاره همکاري له سره پیل کړو.»
ده همداراز وویل، مسکو تراوسه پوري د افغانستان د مسلې په اړه د ډونالډ ټرمپ له حکومت سره تماس نه دی نیولی.
«که شرایطو ته وکتل شي، حاضر وخت له افغانستانه د امریکايي قطعو په شمول د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی.»
ده همداراز وویل«د افغانستان امنیتي وضعیت خطرناک حالت غوره کوي او داسي ښکاري چې افغان امنیتي ځواکونه په یوازې توګه د وسله والو مخالفانو مخه نه شي نیولی.
نو دې وضعیت ته په کتو له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو ژر وتل به ممکن نه اټکلېدونکې عواقب ولري او د تېرو کلونو ټولې لاس ته راغلي بري به خاورې ایرې شي.»
ده تر دې وړاندې په یوه بله مرکه کې وویل چې روسیه له امریکا سره هماغسي یوه جوړجاړي ته رسېدای شي چې د سوریې پر سر دواړه هیوادونه رسېدلي دي.
کابلوف دا هم وویل چې د افغانستان – ترکمنستان د پولې وضعیت ورته د لا ډېرې اندېښنې وړ دی. «موږ داسي معلومات لرو چې د اسلامي دولت شاوخوا ۱۰۰۰ تنه وسله وال د افغانستان په شمال لوېدیځو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي. موږ په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د ۲۰۱۴ کال له دوبي څخه څارو.»
د افغانستان لپاره د کریمیلن استازي تاس ته د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په یاده موده کې د داعش د غړیو په شمېر کې پر له پسې تغییر راغلی دی. خو اوس دا ډله په افغانستان کې نژدې ۳۵۰۰ غړي لري او ممکن ډېر ژر د هغو شمېر زیات شي.
ده د افغانستان او تاجکستان په پوله کې امنیتي وضعیت هم مخ په خرابېدو وباله.
په وروستیو کې کابلوف له طالبانو سره د خپل هیواد د تماسونو دفاع کړې وه او ویلي یې و چې طالبان په افغانستان کې د داعش مخه نیسي.