په ناټو کې د روسیې خاص استازی

تاند- په ناټو کې د روسیې استازی وايي، په افغانستان کې د ناټو د غړیو اقدامات د روسیې د ګټو خلاف دي او له دې کبله مسکو غواړي چې له ناټو تړون سره همکاري بس کړي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په ناټو کې د روسیې استازي الکساندر ګروشکو وویل چې ناټو په افغانستان کې له روسیې سره د همکارۍ پروژې محدودې کړي دي.

ګروشکو دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې امریکا اعلان وکړ نور د افغان هوايي ځواک لپاره روسي څرخکې نه اخلي او پر ځای یې امریکايي بلک هاوک سیکورسکي هیلي کوپترونه افغان هوايي ځواک ته ورکوي.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د کنتیکټ ایالت استازي کریس مورفي یوه اوونۍ وړاندې وویل«ولي باید د امریکا حکومت د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې روسانو ته ورکړي، هغې روسیې ته چې په سوریه کې د اسد رژیم ملاتړ کوي او پر دغه هیواد یې یرغل کړی دی.»

ګروشکو، بې له دې چې د هیلي کوپترو یادونه وکړي، وویل« مسکو او ناټو د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره سخت کار کاوه، خو اوس لکه څرنګه چې وینو، دغسي نه ده، د ناټو اصلي تمرکز په دې دی چې نه یوازې له سیاسي بلکې له پوځي لارې هم د روسیې مخه ونیسي.»

ده وویل، له روسیې سره د همکارۍ د پروژو د محدودولو په خاطر به مسکو نور له ناټو سره په افغانستان کې همکاري ونه کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي زامیر کابلوف د ترکیې له انادولیا خبری اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې هیواد یې له افغان طالبانو سره تماسونه لري. ده افغان طالبان په دې غوره بللي و چې نور له نړیوالو سختدریځو اسلامي ډلو سره اړیکې نه پالي او جګړه یې یوازې د افغانستان د «خپلواکۍ» لپاره ده.

امریکا تراوسه پوري د افغان هوايي ځواک لپاره روسي هیلي کوپترونه اخیستل ځکه چې تر امریکايي هغو ارزانه دي.

One thought on “روسیه وايي، په افغانستان کې له ناټو سره همکاري بس کوي”
  1. ډیر ښه کوی!
    ژما پلار دی خدای و پخښي مونږ ته په یی تل ویل چی له هغه چا ډوډۍ مه ورکوه چی هم دی ډوډۍ خوری او
    هم دی په کاسه کی متیازی کوی
    خو مونږ او امریکا د روس ډوډۍ هم خورو او هم یی په کاسه کی متیازی
    ډیر ښه کوي
    پریږدئ چی د امریکا او زمونږ د ډاړه مارانو تیزونه واورو
    په مونږ خویی قیامت جوړ کړي دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *