تاند- د روسیې استخباراتو د چهارشنبې په ورځ د طالبانو او اسلامي دولت یا داعش له لوري پر منځنۍ اسیا د یرغل د خطر په وړاندې خبرداری ورکړ.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د فدرالي استخباراتو د ادارې رييس الکساندر بورتنیکوف وویل، د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په پوله کې د طالبانو، چې ځینو یې د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره وفاداري اعلان کړې ده، راغونډېدو د حملې خطر خورا زیات کړی دی.

افغانستان د منځنۍ اسیا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره پوله لري. او د دغو هیوادونو له لارې د افغانستان ډېره اندازه مخدر مواد روسیې ته قاچاق کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان حالات حساس پړاو ته نژدې بللې و او د پخواني شوروي اتحاد پر جمهوریتونو یې ږغ کړی و چې د احتمالي حملې د مخنیوي لپاره اقدام ته ځان تیار کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *