د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل، د اوکراین له پولې څخه به یو شمېر روسي پوځیان د پوځي تمرینونو له بشپړولو وروسته بېرته خپلو دایمي اډو ته وګرځي.
ده په عین حال کې د اوکراین د کړکېچ پر سر د لفظي جګړې د نه لویولو غوښتنه وکړه.
لاوروف نن په مسکو کې د قزاقتسان له بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، یو کنډک، چې په پوځي تمرینونو کې شامل و، مخکې لا د روستوف سیمې ته بېرته تللی دی.
«ولسمشر پوتین د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل ته د ټېلفون له لارې خبر ورکړ چې په روستوف اوبلاست کې له تمرینونو وروسته ، یو کنډک، چې په تمرین کې یې ګډون کړی و، په ساکارا اوبلاست کې خپلې دایمي اډې ته ستون شوی دی. کله چې د نورو پوځیانو تمرین پای ته ورسېد، دوی به هم خپلو دایمي اډو ته وګرځي.»
لاروروف همداراز وویل چې د روسیې د فدراسیون په خاوره کې د پوځ پر حرکت او انتقال کوم بندیز نشته او د ده په وینا د روسیې لوېدیځ شریکان دا مسله په رسمیت پېژني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، مسکو له ناټو څخه په ختیځه اروپا کې د فعالیت په اړه پوښتنې کړي دي.
«زموږ خبره دا ده چې روسیه او ناټو هم د روم د اعلامیې او د ناټو – روسیې د شورا د اساساتو په شمول یو لړ مشخصو اصولو ته پابند دي چې پر اساس یې باید د ختیځې اروپا په هیوادونو کې زیات دایمي پوځي حضور نه وي.»
لاوروف تور سمندرګي ته د امریکا د سمندري ځواک د بېړۍ د رسېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:
«موږ ولیدل چې په وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پوځي بېړۍ څو ځلي تر ټاکل شویو حدودو ورهاخوا تور سمندرګي ته داخلې شوې او دا د مونتریکس د کنوانسیون د اصولو خلاف دی چې پر اساس یې د تور سمندرګي له شاوخوا هیوادونو پرته د نورو هیوادونو بېړۍ دلته منع دي.»
لاوروف دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د روسیې له لوري له ځان سره د کریمیا د ضمیمه کولو په خاطر له مسکو سره پوځي او ملکي همکارۍ وځنډولې.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کترین اشتن په بروکسل کې وویل، له روسیې سره د کړکېچ د کمولو لپاره د لوېدیځ هڅې دوام لري.
«زموږ تر هر څه مخکې لومړیتوب دا دی چې د حالاتو د خرابېدو د مخنیوي لپاره کار ته دوام ورکړو او له روسیې وغواړو چې په دې برخه کې څرګند اقدامات وکړي. موږ د روسیې له لوري د اوکراین د حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د سرغړوني په هکله زغرد یوو، دا د نه منلو ده.»
اشتن همداراز وویل، د ختیځې اروپا له هیوادونو سره د لوېدیځ اړیکې منحصرې نه دي او د ختیځې اروپا هیوادونه ازاد دي چې له خپلو ګاونډیانو سره په خپله خوښه ښې اړیکې ولري.