د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویه ماریه زخاروفوا

د تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې د افغانستان حالات له نژدې څاري خو په دغه هیواد کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د نفوذ پر زیاتېدا اندېښمنه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یواندې وویل، مسکو چمتو دی چې د سلامشورو په چوکاټ کې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

په وروستیو کې په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان د استازو ترمنځ د افغانستان په اړه مشورتې غونډه جوړه شوه چې د افغانستان د حکومت له غبرګون سره مخامخ شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې خبره په داسي حال کې کوي چې افغان چارواکو له طالبانو سره د روسیې پر پټو اړیکو اندېښنه ښودلې او ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د دې موضوع په ګډون د یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه د خبرو لپاره مسکو ته لاړ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفوا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مسکو له کابل سره تخنیکي او پوځي همکاریو ته تیار دی.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې روسیه غواړي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د کلتوري اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې علمي – کلتوري مرکز پرانیزي.

One thought on “روسیه په کابل کې علمي کلتوري مرکز پرانیزي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *