تاند- روسیه غواړي چې راتلونکی (۲۰۱۸) کال جلا انترنیټ فعال کړي. دا انترنیټ به د بریکس غړیو هیوادونو ته هم وغځول شي.
د ډیفینس ون د راپور له مخې، دا انترنیټ به له اوسني نړیوال انترنیټه (Domain Name System) جلا وي.
د روسیې د امنیتي چارواکو په وروستۍ غونډه کې د یوه (DNS) د متبادل په اړه خبرې وشوې. د دوی په وینا که روسیه په دې کار کې بریالۍ شي له سایبري حملو به وژغورل شي.
د دوی په وینا دا انترنیټ به د روسیې ترڅنګ په هند، برازیل، چین او جنوبي افریقا کې، چې د بریکس ټولنې غړي دي، هم فعال شي.
د بریکس ټولنې غړیو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د روسیې له لوري جلا جوړېدونکی انترنیټ په خپلو هیوادونو کې فعالوي او کنه.
روسي خبري اژانسونه وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۸ کال د اګست لومړۍ نېټه د روسیې د مستقل انترنیټ د پرانیستنې لپاره په پام کې نیولې ده.