د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویه ماریه زخاروفوا

تاند، شنبه، د حمل ۳۰مه: روسیې پر امریکا، چین او پاکستان غږ کړی دی چې دغه لوبغاړي دې د افغان بحران په حل کې هلې ځلې همغږې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، مسکو له ټولو نړیوالو لوبغاړو غواړي چې په افغانستان کې اوسنی بن بست هوار کړي، د افغانانو ګټې یقیني او په سیمه کې د رښتینې سولې لپاره په افغانستان کې سیاسي جوړجاړی رامنځته کړي.

ماریا زیاته کړې، تر څو چې په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ هوار نه شي بین الافغاني مذاکرات هم نه شي پیلیدای.
نوموړې تور پورې کړی چې افغان چارواکي په اوس وخت کې د سولې په مخه کې مهم خنډونه جوړوي: (( د کابل د روان سیاسي کړکیچ په برخه کې امریکا هم ملامته ده، ځکه چې د یو نوماند بریا یې ومنله.))

نوموړې ویلي، د افغانستان روان سیاسي کړکېچ د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د هغو ژمنو خلاف دی چې دوی په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت رامنځته کولو لپاره په خپلو کې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت لا د روسیې د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مسکو تل په دې وروستیو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره دریځ نیسي.
ځینې شنونکي وايي، طالبان باید د پاکستان تر څنګ له روسیې سره هم خپله اړیکه روښانه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *