تاند- د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یوه سلاکار وویل، ممکن د ضرورت په صورت کې د روسیې حکومت له نړیوال انترنیټ سره د خپل هیواد ارتباط پرې کړي.
د ولسمشر پوتین د انترنیټ د چارو سلاکار جرمان کلیمینکو دا خبره په داسي مهال وکړه چې د امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې د دغه هیواد د ۲۰۱۶ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د سایبري مداخلې په وړاندې پر غچ اخیستونکي اقدام غور کوي.
کلیمینکو له نړیوال انترنیټ سره د روسیې د تماس د پرې کولو خبره د روسیې له رشیا ټوډې تلویزیون سره په مرکه کې وکړه.
له ده په روسیه کې د انترنیټ د تنظیم په اړه د نوومبر د میاشتې د قانون د مسودې توضیح وغوښتل شوه.
ده په ځواب کې وویل«په دغه قانوني مسوده کې موږ د حساسو ادارو د ساتنې په اړه خبرې کوو، چې باید د روسیې په خاوره کې وي. مثلاً، هکران د تجارتي بانکونو حسابونو ته نفوذ کولی او پیسې غلا کولی شي. دا بده ده، خو که دوی د مرکزي بانک سیستم ته ننوځي، موږ به له لوی مشکل سره مخامخ شو.»
ده دا هم وویل چې لوېدیځو قدرتونو وروسته له دې چې کریمیا له اوکراینه جلا او له روسیې سره ضمیمه شوه، دا ټاپووزمه د ګوګل او مایکروسافټ له خدماتو بې برخې کړه. له همدې کبله پکار ده چې د روسیې انترنیټ له نورې نړۍ سره وصل نه وي.
خو د انترنیټ د چارو لوېدیځ متخصصان وايي، چې که روسیه له نړیوال انترنیټ سره د خپل انترنیټ ارتباط پرې کړي، ښايي هغسي کار ونه کړي چې روسیه یې تمه لري.