د کلاشینکوف مخترع

تاند- روسیې د افغانستان حکومت ته ۱۰ زره کلاشینکوفونه په داسي حال کې وسپارل چې د روسیې او افغانستان د اړیکو په اړه شکونه زیات شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن /چهارشنبه/ د دغو کلاشینکوفونو د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل، د روسیې دا مرسته د دوو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ نښه ده.

اتمر د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د روسیې له لوري افغانستان ته د لس زره کلاشینکوفونو د سپارلو په مناسبت غونډه کې له روسیې د دې مرستې په خاطر مننه وکړه، ویې ویل چې دا مرسته یوازې له پوځي نظره نه بلکې له سیاسي پلوه هم مهمه او ارزښتناکه ده.

ده وویل چې د افغانستان حکومت له تروریزم سره مبارزې ته ژمن دی او افغانستان او روسیه دواړه له ورته ستونزې Hanif Atmarسره مخامخ دي.

ده تروریزم د ټولو ګډ دښمن وباله.

دا په داسي حال کې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ /فبروري ۲۱/ په یوه راپور کې وویل، داسي ښکاري چې روسیه د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره، چې د امریکا له ملاتړه برخمن دی، ملاتړ پای ته رسوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له راپور سره سم، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف (عکس) ویلي:«په زغرده وایم چې موږ نه غواړو په هغو برخو کې همکاري وکړو او وخت پرې ضایع کړو چې امریکا پیل کړي دي.»

نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا هم لیکلي چې یوه افغان چارواکي هم ورته ویلي چې کابل له مسکو سره په دوه اړخیزو اړیکو کې له ستونزو سره مخامخ شوی او داسي احساسوي چې له افغانستان سره همکارۍ ته د روسیې لېوالتیا د پخوا په پرتله لږه شوې ده.

One thought on “روسیې افغانستان ته ۱۰ زره کلاشینکوفونه ورکړل”
  1. Da yaw namayeshi deplomati da. Da shamal dalo ta che la Hairatan bandar na pata sala pa kantinarono ke radzi aw da dale ye tawze kawi da ba sanga shi? Lmar pa do goto na patigi. Tr so che pokhwani jangsalaran aw plorl shawi drogjan jahadi komandano ta khpl badaran zwandi wi aw da khainan pa qudrat ke wi watan ke solha na radzi. Da emkan nalari che yaw cha watan ploralay wi aw kabul ye wran karai wi aw da shazo be ezati ye kari wi aw beya pa hokomat ke wakdaran hm shi, no da ba kom khar wi che de hokomat ta da laqab wakri? ???

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *